کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

mail-admin
Sun, Apr 19 2026 12:18 PM

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رییس مولوي محب‌الله انعام، د وزارت مقام د دفتر رییس مولوي حسین احمد خورشید، د کارکوونکو د چارو رییس مولوي شمس‌الله محمد، همدارنګه مدرس او د جومات ملا امام ګډون درلود.
د غونډې په ترڅ کې په ادارو کې د دیني اصولو پر رعایت، د هغو کارکوونکو پېژندنه چې د جماعت لمانځه پر مهال په غیر ضروري چارو بوخت وي، د کارکوونکو د سیرت او صورت اصلاح، د دعوت او ارشاد په درسي پروګرامونو کې منظم ګډون، او د هغو کسانو پر وړاندې د لازمو اقداماتو پر نیولو چې په دې پروګرامونو کې حاضر نه وي، خبرې اترې وشوې.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دعوت او ارشاد کمېټې غونډې په هرو ۱۵ ورځو کې ترسره کېږي، چې په ترڅ کې یې پر ستونزو او حل لارو خبرې اترې کېږي.


برگزاری جلسه دعوت و ارشاد در وزارت زراعت
۳۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه دعوت و ارشاد به رهبری مولوی نورالدین عمیر، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مسئولان این وزارت برگزار گردید.
در این نشست، مولوی محب‌الله انعام رییس دعوت و ارشاد، مولوی حسین احمد خورشید رییس دفتر مقام وزارت، مولوی شمس‌الله محمد رییس امور کارکنان، همچنان مدرس و ملا امام مسجد اشتراک داشتند.
در جریان جلسه، روی موضوعاتی چون رعایت اصول دینی در ادارات، معرفی کارمندانی که در هنگام ادای نماز جماعت به امور غیرضروری مصروف می‌باشند، اصلاح سیرت و صورت کارمندان، اشتراک منظم در دروس دعوت و ارشاد و اتخاذ اقدامات لازم در برابر افراد غیرحاضر در این برنامه‌ها بحث و تأکید صورت گرفت.
قابل یاد آوری می باشد که جلسات کمیته دعوت و ارشاد  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در هر ۱۵ روز یکبار برگزار می شود و پیرامون مشکلات و راه حل ها بحث و تصمیم گیری صورت می گیرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS