د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د نباتي قرنطین او د آفتونو د کنټرول له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sat, Apr 18 2026 10:52 AM
د کرنې وزارت پلاوي په روسیه کې د نباتي قرنطین او د آفتونو د کنټرول له څېړنیز مرکز څخه لیدنه وکړه

۲۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون کې د نباتي ناروغیو، آفتونو او قرنطین له څېړنیز مرکز «وي‌ان‌آی‌آی‌کې‌ار»څخه لیدنه وکړه او په یوه تخنیکي ناسته کې یې ګډون وکړ.
په دې لیدنه کې د نباتي آفتونو او ناروغیو د پېژندنې، کنټرول او قرنطین سیستمونه په هر اړخیز ډول وارزول شول. یاد مرکز د یو مهم تخصصي بنسټ په توګه د نباتي آفتونو د پېژندنې او مخنیوي په برخه کې پرمختللې علمي او تخنیکي چارې پر مخ وړي.
د تخنیکي ارزونې له مخې، په دې مرکز کې د آفتونو د پېژندنې لپاره پرمختللې طریقې لکه مورفولوژیکيارزونې، مالیکولي تخنیکونه لکه«پي‌سي‌آر» او «ډي‌ان‌اې» تسلسل ټاکنه، او همدارنګه بیولوژیکي ازموینې کارول کېږي. سربېره پر دې، د آفتونو د خطر د ارزونې منظم سیستم هم فعال دی، چې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره کار کوي.
د نباتي قرنطین په برخه کې یو هر اړخیز سیستم، چې له نړۍوالو معیارونو سره سمون لري، فعال دی. په دې سیستم کې د وارداتي او صادراتي توکو پلټڼه، نمونه‌اخیستنه او د آفتونو د خپرېدو مخنیوی شامل دي. همدارنګه د ډیجیټلي سیستمونو او معلوماتي بانکونو کارول د معلوماتو د ثبت، تحلیل او تعقیب بهیر اسانه کړی دی.
د ناستې په ترڅ کې دواړو لورو د قرنطین، د آفتونو د کنټرول او علمي همکاریو د پراختیا په اړه مفصلې خبرې اترې وکړې. روسي لوري د کرنې وزارت د کارکوونکو د تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه د لابراتواري مهارتونو، عملي روزنو او تخنیکي ملاتړ په برخه کې د همکارۍ لپاره خپله چمتووالی څرګند کړ.
همدارنګه دواړو لورو د آفتونو د کنټرول لپاره د فیرمونونو د کارونې په برخه کې د ګډو علمي همکاریو پر پیل هوکړه وکړه، چې دا به د کرنې په سکتور کې د عصري او چاپېریال‌سره دسمون لارو چارو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.


بازدید هیئت وزارت زراعت از مرکز تحقیقاتی قرنطین و کنترول آفات در روسیه
۲۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، از مرکز تحقیقاتی امراض و آفات نباتی و قرنطین (VNIIKR) در فدراسیون روسیه دیدار کرده و در یک نشست تخنیکی اشتراک نمود.
در این دیدار، سیستم‌های تشخیص، کنترول و قرنطین آفات و امراض نباتی به‌گونه همه‌جانبه مورد ارزیابی قرار گرفت. این مرکز به‌عنوان یکی از نهادهای تخصصی مهم، فعالیت‌های پیشرفته علمی و تخنیکی را در زمینه شناسایی و جلوگیری از آفات نباتی انجام می‌دهد.
بر اساس ارزیابی تخنیکی، در این مرکز برای شناسایی آفات از روش‌های پیشرفته مانند تحلیل مورفولوژیکی، تخنیک‌های مالیکولی از جمله PCR و تعیین توالی DNA و همچنان آزمایش‌های بیولوژیکی استفاده می‌شود. همچنان سیستم منظم ارزیابی خطر آفات برای پیشگیری از تهدیدات احتمالی فعال می‌باشد.
در بخش قرنطین نباتی، یک سیستم جامع مطابق معیارهای بین‌المللی فعال است که شامل تفتیش مواد وارداتی و صادراتی، نمونه‌گیری و جلوگیری از گسترش آفات می‌باشد. استفاده از سیستم‌های دیجیتلی و دیتابیس‌ها نیز روند ثبت، تحلیل و پیگیری معلومات را تسهیل کرده است.
در جریان این نشست، دو طرف روی گسترش همکاری‌ها در بخش قرنطین، کنترول آفات و همکاری‌های علمی بحث‌های مفصل انجام دادند. جانب روسی همچنان برای بلندبردن ظرفیت تخنیکی کارمندان وزارت زراعت در بخش مهارت‌های لابراتواری، آموزش‌های عملی و حمایت تخنیکی ابراز آمادگی کرد.
همچنان، دو طرف روی آغاز همکاری‌های مشترک علمی در زمینه استفاده از فیرمون‌ها برای کنترول آفات توافق نمودند که می‌تواند نقش مهمی در توسعه روش‌های عصری و سازگار با محیط زیست در بخش زراعت ایفا کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS