کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ په‌پارد مالدارۍ نوې پروژه پلي کېږي

mail-admin
Thu, Apr 16 2026 9:13 AM
کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ په‌پارد مالدارۍ نوې پروژه پلي کېږي

د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ په‌پارد مالدارۍ نوې پروژې د پیل په پار د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌آرسي» استازو سره ناسته وکړه. 
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري جوړه شوې غونډه کې د تخنیکي او فني کارکوونکو تر څنګ، د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌آرسي» استازو هم ګډون درلود، چې پکې د یوې نوې مرستندویه پروژې پر اهمیت او اړتیا هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
وروسته، د «ډي‌آرسي» ولایتي مسؤل فریدالله پتمن څرګنده کړه، چې دا پروژه د ۲۰۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طرحه شوې، چې موخه یې د زلزله‌ځپلو کورنیو د معیشت بیارغونه ده. د هغه په وینا، دا پروژه به د مالدارۍ په برخه کې عملي شي او د کونړ ولایت د نورګل او څوکۍ ولسوالیو ۲۰۲ زیانمنې کورنۍ به تر پوښښ لاندې راولي. هغه زیاته کړه چې د پروژې تطبیق به د «ستاسې غږ» مؤسسې له لوري ترسره کېږي.
همداراز د یادې مؤسسې د پروژې مسؤل انجنیر هارون احمدي یو مفصل پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې پکې د پروژې موخې، مهم فعالیتونه او د تطبیق میکانیزمونه په تفصیل سره تشریح شول. د نوموړي د وړاندېز په پای کې، د پوښتنو او ځوابونو برخه هم ترسره شوه، چې د ګډونوالو پوښتنو ته بشپړ او قناعت‌بخښونکي ځوابونه ورکړل شول.
په همدې حال کې د کونړ ولایت د کرنې ریاست تخنیکي سلاکار سید حفیظ الله سیدی ټینګار وکړ چې دا ډول همغږۍ د پروژو د اغېزمنتیا او شفاف تطبیق لپاره مهم رول لري.
د غونډې په پای کې، د کرنې ریاست رهبري پلاوي د «ستاسې غږ» مؤسسې له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د ورته پروګرامونو د لا پیاوړتیا او دوام لپاره یې د لا زیاتې همغږۍ او ګډ کار پر اړتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS