فراه ولایت کې  پر سلګونو بزګرانو د مۍ اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Mon, Apr 06 2026 11:32 AM
فراه ولایت کې  پر سلګونو بزګرانو د مۍ اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېش لړۍ پیل شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (سي‌اچ‌اې) مؤسسې په تخنیکی همکارۍ او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د انار درې، شیب کوه او پشت کوه په ولسوالیو کې ۳۸۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي.
ددې پروسې په ترڅ کې هر بزګر ته ۱۵ کیلوګرامه  توره  سره، ۱۵ کیلوګرامه سپین (یوریا) سره او ۸ کیلوګرامه د مۍ اصلاح شوي تخم وېشل کېږي.
د یادې مرستې مستحقین د یوې ګډې کمېټې له لوري په شفافه توګه ټاکل شوي وو او د وېش بهیر هم د همدې کمېټې په حضور کې ترسره  کېږي.
 دا ډول پروګرامونه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS