د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت

mail-admin
Sat, Apr 04 2026 2:02 PM
فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، څو د بزګرمېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په څلور دېرشم نندارتون کې، چې د کابل په بادام‌باغ کې ترسره کېږي، د غرفې په نیولو سره خپل تولیدات نندارې ته وړاندې او خرڅ کړئ.
دغه نندارتون د ۱۴۰۵ کال د غویي له ۲ تر ۵مې نېټې پورې په لاره اچول کېږي، چې د محصولاتو پېژندنې، نوې همکارۍ رامنځته کولو او له سوداګرو او صادروونکو سره د هوکړهلیکونو لاسلیک کولو په پار او یو مناسب فرصت دی.
د غرفې د ثبت لپاره کولای شئ د ۱۴۰۵ کال د غويي تر ۱مې نېټې پورې د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست اړوند د کرنیزو نندارتونونو آمریت ته مراجعه وکړئ.
نو فرصت له لاسه مه ورکوئ!
د کرنې وزارت د بزګر مېلې او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په نندارتون کې د غرفې په ترلاسه کولو سره خپل محصولات وړاندې او وپلورئ او هم‌مهاله د هېواد د کروندګرو د اقتصاد په پراختیا کې ونډه واخلئ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS