د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

mail-admin
Sun, Mar 29 2026 10:13 AM
د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦ زره او ٧٣٨ جریبه ځمکه کې د تېلي بوټو د ځمکي ارزولو او منابعو معلومولو په موخه وکتل.
یاد پلاوي وویل، چې د څو وزارتونو او اقتصادي معاونیت د جامع طرحې او د امیرالمومنین حفظه الله د تائید څخه وروسته په ۱۵ ولایتونو کې د تېلي بوټو تولید، کرلو او ځمکو ارزونې په موخه پلاوي  ټاکل شوي، چې په همدې اساس دوی ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
راغلي پلاوي وویل، چې د ننګرهار په بهسودو او کوټ ولسوالیو کې د تېلي بوټو (شړشم، کنځلي، زغرو،پ نبه دانه، ممپلي او لمر ګلي ) کرلو لپاره دځمکي مشخص کولو،اقتصادي تحلیل، خاورې نوعیت معلومولو، منابعو مشخص کولو او نورو اړونده برخو معلومولو ټولولو وروسته وزارت مقام ته راپور وړاندې کوي.
یاد پلاوي وویل، چې ددې کار موخه د خصوصي سکتور پیاوړتیا، د کارخونو لپاره د خامو موادو برابرولو او کاري زمینې برابرول دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلو مسؤلینو ته په ننګرهار کې د ځمکو مشخص کولو او نورو اړونده برخو کې دلازمو سپارښتنو او شفافیت ترڅنګ په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


ریاست زراعت ولایت ننگرهار: حدود ۳۷ هزار جریب زمین به کشت بوته‌های تیلی اختصاص یافته است
۹ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و ریاست عمومی اداره امور با رییس زراعت ولایت ننگرهار مولوی عبدالستار محمد، در ولایت ننگرهار دیدار کردند تا زمین و منابع مربوط به ۳۶ هزار و ۷۳۸ جریب زمین کشت بوته‌های تیل ارزیابی شود.
نمایندگان یاد شده گفتند که پس از طرح جامع چند وزارتخانه و معاونت اقتصادی و تأیید امیرالمؤمنین حفظه‌الله، در ۱۵ ولایت برای تولید، کشت و ارزیابی زمین‌های بوته‌های تیل، تیم‌های مشخص تعیین شده‌اند و بر همین اساس به ولایت ننگرهار سفر کرده‌اند.
نمایندگان افزودند که در ولسوالی‌های بهسود و کوټ ولایت ننگرهار، پس از مشخص کردن زمین‌ها برای کشت بوته‌های تیل (شړشم، کنځلي، زغرو، پنبۀ دانه، ممپلي و لمر ګلي)، انجام تحلیل اقتصادی، تعیین نوع خاک، مشخص کردن منابع و سایر بخش‌های مرتبط، گزارش خود را به مقام وزارت ارائه خواهند کرد.
آن‌ها هدف از این کار را تقویت سکتور خصوصی، تأمین مواد اولیه برای کارخانه‌ها و فراهم کردن زمینه‌های شغلی اعلام کردند.
رییس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار مولوی عبدالستار محمد، به نمایندگان یاد شده اطمینان داد که در تعیین زمین‌ها و سایر بخش‌های مرتبط، با ارائه توصیه‌های لازم و رعایت شفافیت، در تمام زمینه‌ها همکاری کامل خواهد داشت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS