کرنې وزیر د میدان وردګ له والي سره وکتل

content_admin
Sun, Jan 26 2020 2:57 PM
 کرنې وزیر د میدان وردګ له والي سره وکتل

۶ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د خپل کار په دفترکې د میدان وردګو له والي مظفرالدین یمین او ددې ولایت له یوشمېر بزګرانو او سپین ږېرو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د میدان وردګو والي مظفرالدین یمین، یوشمېر بزګرانو او د میدان وردګو ولایت یو شمېر سپین ږېرو په میدان وردګ ولایت کې د کرنې وزارت د کړنو ستاینه وکړه او په دې ولایت کې د کرنې وزارت کړنې اغېزناکې وبللې.
ددې غونډې په ترڅ کې د میدان وردګو والي وويل، سربېره پردې چې ډېرې مثبتې کړنې ترسره شوي دي او د میدان وردګو خلک د دغو کړنو منندوی دي، خو لاهم د بڼوالۍ، مالدارۍ او د کانالونو او سربندونو د جوړولو په برخه کې نور ډېر کار ته اړتیا شته.
ښاغلی یمین وویل، چې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې لپاره تر دې مخکې په یوشمېر ولسوالیو کې د کار زمینه برابره نه وه، خو دغه ستونزې اوس له منځه تللي او د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژو پلي کېدو ته زمینه برابره ده او د میدان وردګو خلک هیله من دي، چې یادو برخو ته پاملرنه ډېرشي.
د میدان وردګو والي دغه راز وویل، چې ددې ولایت په ولسوالیو کې ستونزې ډېرې دي او لا ډېر کار ته اړتیا شته.
په همدې حال کې نصیر احمد درانی خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې د کرنې وزارت لکه د نورو ولایتونو په څېر د میدان وردګو ولایت د بڼوالۍ د ودې په پار هم کار کوي.
د کرنې وزیر وویل، د میدان وردګو په ولایت کې، چې کومه نوي پروژه پلي کیږي د مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې کار کوي، چې د یادو برخو د ستونزو کچه به ورسره ټیټه شي.
ښاغلی درانی دغه راز یادونه وکړه، چې د نوي پروژې په پلي کولو سره د کرنې وزارت غواړي، چې د کورنیو په اقتصاد کې مثبت بدلون راولي او د بزګرانو او کروندګور مېرونو د ودې په پار ډېر ښه کارونه ترسره شي تر څو دوی پر ځان بسیاشي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS