لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر حیواني درمل وسوځول شول

mail-admin
Wed, Mar 04 2026 10:44 AM
لوګر کې لسګونه قلمه بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر حیواني درمل وسوځول شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت مسلکي کارکوونکو د دې ولایت له مرکز پل علم او ولسوالیو څخه د درملتونونو د کنټرول او څارنې په پایله کې ۱۳۲ قلمه بی کیفیته او تاریخ تیر حیواني درمل راټول او دمسؤلینو په شتون کې وسوځول.
د لوګر ولایت د کرنې رییس مولوی شیرآقا پیرحبیب الرحمن په دې اړه وویل، چې له درمل پلورونکو څخه غوښتل کېږي باکیفیته درمل تولید یا وارد کړي او همدارنګه مالداران دې د درمل او واکسین د پېرلو پر مهال د هغې نېټې او کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
همدارنګه د لوګرد کرنې ریاست دمالدارۍ څانګې آمر ډاکټر ثناءالرحمن ثنايي څرګنده کړه، چې یاد درمل د لوګر له بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو څخه تر پراخ کنټرول وروسته راټول او د بیا کارونې د مخنیوي په موخه وسوځول او زیاته یې کړه، چې د تاریخ‌تېرو درملو کارول پر حیواناتو جدي منفي اغېزې لري او آن کولای شي د هغوی د تلف کېدو لامل شي.
باید وویل شی چی دغه اقدام د څارویو د روغتیا ساتنې او د زیانمنو درملو د پلو د مخنیوی لپاره تر سره شوی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS