ډنمارک افغان بزګرانو سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي

content_admin
Tue, Jan 21 2020 4:48 PM
ډنمارک افغان بزګرانو سره درې میلیونه ډالره مرسته کوي

۱ سلواغه ۱۳۹۸

د ډنمارک شاهي هېواد په پام کې لري، چې سېلاب او وچکالۍ ځپلو بزګرانو سره درې میلیونه ډالره مرسته وکړي. دغه مرسته د ۱۵ زره او ۵۰۰ کروندګرو کورنیو د تغذیې او خوړو خوندې توب په پار د بدخشان، دایکندي، غور، هرات او اروزګان په ولایتونو کې له اړمنو بزګرانو سره کیږي.

بزګرانو سره د یادې مرستې د هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وويل: «دغه مرسته زیانمنو بزګرانو، کروندګرو مېرمنو او هغو مېرمنو سره، چې اقتصادي ستونزې لري او کورنۍ ور په غاړه ده کیږي.»

ښاغلي غفوري زیاته کړه، چې د غه مرسته د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو، د کرکېلي او کورنیو باغچو اړونده توکو د وېش او د اوبولګولو د سیسټمونو د بیارغونې د پروژو په لاره اچولو سره تر سره کیږي. هغه زیاته کړه: «دغه پروژه په یوه کال کې بشپړیږي. موږ هیله من یو چې ددې پروژې په پلي کولو سره وکولای شو، چې د زیانمنو کورنیو اقتصاد ته وده ورکړو.»

دغه راز په کابل کې د ډنمارک سفیر میکایل لونډ جیبسن، بزګرانو سره د ډنمارک د درې میلیوني مرستې په لاسلیک غونډه کې وویل: «د ډنمارک هېواد پرمختللی افغانستان غواړي. ډنمارک له نورو ډونرونو سره یو ځای په بېړنیو حالاتو کې تل د سېلاب ځپلو او وچکالۍ ځپلو سره مرسته کړې او په دې برخه کې خپلې مرستې ته دوام ورکوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» مشر راجندال آریال هم د افغان بزګرانو د اقتصادي شرایطو د ښه والي په پار د ډنمارک له مرستو د خوښی تر څنګ وایي، چې په افغانستان کې د سېلابونو او وچکالۍ له امله ډېر شمېر کورنۍ خوراکي خوندیتوب نه لري. هغه وویل: «زه په دې باوریم چې دغه مرسته د زیانمنو بزګرانو د ژوند دښه کولو په برخه کې مثبتې اغېزې لري.»

د ډنمارک هېواد له ۲۰۰۱ زېږدیز کال را په دې خوا افغانستان سره د کرنې د سکټور په برخه کې مالي ملاتړ او همکاري کوي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS