ننګرهار کې ۳۵۴ اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۷۰۸ مېږې ووېشل شوې

mail-admin
Sat, Feb 21 2026 1:37 PM
ننګرهار کې ۳۵۴ اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه ۷۰۸ مېږې ووېشل شوې

۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار په سپین غر، اچین او هسکه مېنې ولسوالیو کې د مالدارۍ د ودې او د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه له ۳۵۴ اړمنو کورنیو سره د مېږو مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې «اي‌یو» او د سویس پراختیایي اداره «اس‌ډي‌سي»په مالي لګښت عملي شوه.
د معلوماتو له مخې، ټولټال ۷۰۸ سره مېږې پر ۳۵۴ کورنیو ووېشل شوې، چې له ډلې ۱۱۴ کورنیو ته په سپین غر، ۱۲۵ کورنیو ته په اچین او ۱۱۵ کورنیو ته په هسکه مېنه ولسوالۍ کې مرسته ورسېده. په هرې کورنۍ دوه سره مېږې، ۵۰ کیلوګرامه متراکمه د څارويو خوراکه او د چینجیو ضد درمل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې یادې مرستې د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب د تأمین، د کورني تولید د ملاتړ، د معیشتي وضعیت د ښه‌والي او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت د زیاتوالي په موخه ترسره شوې دي. نوموړي زیاته کړه، د مالدارۍ سکتور د کلیوالو کورنیو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده او دغه ډول پروژې کولی شي د ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د ډنمارک د کډوالو ادارې د ختیځ زون د اقتصادي پیاوړتیا مسئول عبدالحلیم یوسفزی وویل، پراختیایي او معیشتي پروګرامونه د خلکو د اقتصادي ثبات او ټولنیز پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري او هڅه کوي، چې په راتلونکې کې یادو پروګرامونو ته لا پراختیا ورکړي.
هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به ۳۴۷ نورو اړمنو کورنیو سره د وزو مرسته هم ترسره شي، څو د کلیوالو کورنیو د عاید سرچینې لا پیاوړې او دوامداره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS