بلخ کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو دری ورځنی ملي نندارتون پای ته ورسېد
۲ کب ۱۴۰۴ه.ش
۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د کرنیزو او حیواني تولیداتو او محصولاتو دری ورځنی نندارتون، چې د بزګرانو، مالدارانو، سوداګرو او کورنیو تولیدوونکو په پراخ ګډون سره جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
دغه نندارتون، چې د خصوصي سکټور له لوري د بلخ د کرنې ریاست په همغږۍ جوړ شوی و چارواکي یې وایي، د کورنیو تولیداتو او له پانګونې څخه د ملاتړ په موخه، له بېلابېلو ولایتونو څخه په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې وطني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي ول. په دغه نندارتون کې لاسي صنایع، لبنیات، غالۍ،,بېلابېل ډوله وچه مېوه او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي ول د بلخ دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغه درې ورځني نندارتون کې ۱۰۰ شرکتونونو ګډون کړی و. دغه راز، د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د بازار موندنې د فرصتونو د برابرېدو او د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه مهمې ناستې او هوکړې هم ترسره شوې.
بلخوا د نندارتون ګډونوال هم خوښ دي او له مسوولینو غواړي، چې په کور دننه د نندارتونو د جوړېدو سربېره، په بهر کې هم د افغاني محصولاتو د خرڅلاو لپاره د نړۍوالو نندارتونو د جوړېدو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د بلخ سیمه ییزو چارواکي د دغه نندارتون موخه د کورني تولیداتو ملاتړ یادوي او ډاډ ورکوي, چې راتلونکي کې هم ورته نندارتونونه دایروي.
د یادولو وړ ده، چې بلخ کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې وړاندې هم د صنعتي تولیداتو د ودې په موخه دوه نندارتونونه جوړ شوي وو، چې د صنعتکارانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
