د کرنې وزارت چاراکو په ننګرهار کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو لیدنه وکړه

mail-admin
Mon, Feb 16 2026 2:47 PM
د کرنې وزارت چاراکو په ننګرهار کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو لیدنه وکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور او د یاد وزارت د څارنې او ارزونې رییس مولوي امان‌الله شاهي له خپل مل پلاوي سره د ننګرهار ولایت د کوزکونړ او سرخرود ولسوالیو کې د ډاکار مؤسسې له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه.
د ډاکار مؤسسې په دغو ولسوالیو کې سلګونو بزګرانو ته د رومي بانجان او بريډ تخمونه له کرنیزو بستو سره وېشلي او همدارنګه یې په کوزکونړ ولسوالۍ کې د شېدې غواګانو ترڅنګ د مالدارۍ بستې هم وېشلې دي. سربېره پر دې، په سرخرود ولسوالی کې د ۲۶ بزګرانو لپاره د مالټې ۱۰۰ جریبه بڼونه بیارغول شوي او د څاڅکي (ډرېپ) عصري اوبولګولو سیستم باندې سمبال شوي دي.
د لیدنې پر مهال څرګنده شوه، چې یاده پروژه بشپړه شوې ده او سلګونه جریبه ځمکه د عصري اوبولګولو تر پوښښ لاندې راغلې ده، چې له امله یې د زرګونو جریبو ځمکو د تخریب مخه نیول شوې ده. دغو اقداماتو د کارموندنې فرصتونه زیات کړي، حاصلات او د سیمې د خلکو عواید لوړ شوي او د کرنیزو محصولاتو اضافه تولیدات کورنیو مارکېټونو ته وړاندې کېږي، چې له دې لارې کورنیو تولیداتو ته د خلکو لاسرسی هم زیات شوی دی.

بازدید مسئولان وزارت زراعت از فعالیت‌های موسسه داکار در ننگرهار
۲۷ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
 مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها و مولوی امان الله شاهی رییس نظارت و ارزیابی وزارت زراعت به همراه هیات همراه از فعالیت‌های موسسه داکار در ولسوالی‌های کوز کنر و سرخ‌رود ولایت ننگرهار بازدید نمودند.
موسسه داکار در این ولسوالی‌ها اقدام به توزیع تخم‌های برید و بادمجان رومی به صدها دهقان همراه با بسته‌های زراعتی و گاوهای شیری همراه با بسته‌های مالداری در ولسوالی کوز کنر نموده است. همچنین، ۱۰۰ جریب باغات مالته برای ۲۶ دهقان در ولسوالی سرخ‌رود احیا و به سیستم آبیاری قطره‌ای تجهیز گردیده است.
مشاهدات نشان می‌دهد که این پروژه تکمیل شده و بیش از صدها جریب زمین تحت پوشش فعالیت‌های زراعتی با سیستم آبیاری عصری قرار گرفته و از تخریب هزاران جریب زمین جلوگیری شده است. این اقدامات موجب افزایش اشتغال‌زایی، حاصلات و درآمدهای مردم محل گردیده و مازاد محصولات زراعتی در مارکیت‌های داخلی عرضه می‌شود که دسترسی مردم به تولیدات داخلی را افزایش می‌دهد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS