د پنجشېر په ولایت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
Thu, Feb 12 2026 1:34 PM
د پنجشېر په ولایت کې له کډوالۍ راستنوشویو ۱۲۰۰ کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شو

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ځانګړي شفقت او پیرزوینې له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پنجشېر په ولایت کې هغو ۱۲۰۰ کورنیو ته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي، د بشري مرستو د وېش لړۍ پیل شوه. په دغو مرستو کې خوراکي غنم او نغدې پیسې شاملې دي.
یاد پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري او د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم، د سیمه ییزو چارواکو او د علماوو شورا په حضور کې پرانیستل شوه. د دې بهیر په ترڅ کې هرې کورنۍ ته د بېړنیو معیشتي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۲۵۰ کیلوګرامه غنم (پنځه بورۍ) او پنځه زره افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
مولوي عطاءالله عمري په دې مراسمو کې د هغو ستونزو یادونه وکړه، چې کډوال د ایستلو په بهیر کې ګاللې دي، او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د راستنېدونکو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د هغوی اساسي اړتیاوې، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او د ژوند د لومړنیو اړینو توکو په برخه کې، پوره کړي.
د پنجشېر والي هم وویل، چې د دغو کورنیو د ستونزو د حل بهیر روان دی او د هغوی د معیشتي وضعیت د ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي.
له کډوالۍ راستنو شویو کورنیو د دغو مرستو د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا مرستې یې د لومړنیو اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي او په هېواد کې د نوي ژوند د پیل لپاره اغېزمن رول لري.
د چارواکو په خبره، د یادو مرستو د وېش لړۍ به د هېواد په نورو ولایتونو کې هم دوام ومومي، څو د خوراکي خوندیتوب د تأمین، د زیانمنو قشرونو د ملاتړ او د ټولنیزې همغږۍ د پیاوړتیا له لارې د راستنېدونکو د بېرته ستنېدو او بیا ادغام بهیر اسانه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS