نورستان کې د ورېښمین پتنګ او خیمه‌ساز چینجي پر ضد میخانیکي مبارزه عملي شوه

mail-admin
Mon, Jan 05 2026 10:33 AM
نورستان کې د ورېښمین پتنګ او خیمه‌ساز چینجي پر ضد میخانیکي مبارزه عملي شوه

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ورېښمین پتنګ (مور پټدار) او خیمه‌ساز چینجي پر ضد د میخانیکي مبارزې ښوونیز او عملي پروګرام د کامدېش او برګمټال ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې تطبیق شو، چې په ترڅ کې یې سلګونه بڼوال وروزل شول او زرګونه مېوه لرونکې ونې له مضرو آفتونو پاکې شوې. دغه پروګرام په هغو سیمو کې عملي شو، چې د روان کال په پسرلي کې د یادو آفتونو له امله سخت زیانمنې شوې وې.
په دې ښوونیز پروګرام کې ټولټال ۴۰۰ بڼوال په عملي ډول وروزل شول، چې د آفتونو د لارو، جالونو او ځالو د راټولولو او سوځولو په ګډون یې د میخانیکي مبارزې عملي طریقې زده کړې. د یادې همغږې او عملي هڅې په پایله کې شاوخوا ۲۰ زره اصله مېوه لرونکې ونې د ورېښمین پتنګ او خیمه‌ساز چینجي له زیان څخه پاکې شوې.
یاده اضطراري پاککاري د روزل شوو بڼوالو په مستقیمه همکارۍ ترسره شوه، تر څو په راتلونکي کال کې د دغو مضرو آفتونو د لا زیات خپرېدو مخه ونیول شي او د سیمې د بڼوالو د تولیداتو کچه لوړه او باثباته شي.
سربېره پر دې، د پروګرام پر مهال بڼوالو ته د نباتي آفتونو د هر اړخیز کنټرول په اړه مهم او ګټور معلومات ورکړل شول، چې پکې په ځانګړي ډول د منی او ژمي وقایوي تدابیر او پروګرامونه شامل وو، څو بڼوال وکولای شي خپل بڼونه د راتلونکو فصلونو لپاره له آفتونو خوندي وساتي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS