ننګرهار کې د کرنیزو او مالدارۍ  پروژو د چټک تطبیق، پروسس مرکزونو ارزونه او ادارې اصلاحاتو په پار هلې ځلې

mail-admin
Wed, Dec 31 2025 9:26 AM
ننګرهار کې د کرنیزو او مالدارۍ  پروژو د چټک تطبیق، پروسس مرکزونو ارزونه او ادارې اصلاحاتو په پار هلې ځلې

۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ادارې د اصلاح، کرنیزو خدمتونو د پیاوړتیا او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره نوې برنامې پيل کړي دي. د یاد ریاست د اوونیز اداري غونډې په وروستۍ ناسته کې پر مهمو کرنیزو، مالدارۍ اپراختیایي پلانونو او اداري اصلاحاتو خبرې اترې وشوې.
د ناستې پر مهال، د پراختیایي بودیجې مصرف، په ولسوالیو کې د پروسس مرکزونو ارزونې، د عوایدو منظم راټولولو، د بیت المال ساتنه او د ادارې د شفافیت د لوړولو پر موضوعاتو خبرې وشوې. 
د ننګرهار د کرنې رییس مولوی محمد ولي محسن ټینګار وکړ، چې باید د حاضري سیسټم ته جدي پاملرنه وشي، فساد مخنیوي، پروسس مرکزونو ارزونې اوستونزي په نښه او حل لار ورته ولټول شي، د ځمکو تشخیص لپاره په منظم او عادلانه ډول د مسلکي کسانو ګمارلو، ربع راپورونو او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو عملي کېدو ته سرعت ورکړل شي.
ښاغلي محسن  وایي، چې دا نوي اقدامات به د کرنیزو خدمتونو د کیفیت د لوړولو، د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي او د محلي اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي. همدارنګه، د دې هڅو موخه دا ده، چې د کرنیزو او مالدارۍ چارو د روڼتیا، همغږۍ او حساب ورکولو کچه لوړه شي.
دننګرهار د کرنې رییس  د بزګرانو د ملاتړ لپاره د علمي معلوماتو او تخنیکي روزنې پروګرامونه به هم پراخ شي، ترڅو د عصري کرنیزو لارو چارو په مرسته د حاصلاتو کچه لوړه شي. د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې د حل لپاره یې د ننګرهار د کرنې رییس ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS