په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکیلې سیمه او د وريجو تولید زیات شوی

mail-admin
Mon, Dec 22 2025 1:22 PM
افزایش ساحه تحت کشت شالی و تولید برنج در کشور در سال ۱۴۰۴

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکېلې سیمه او د وريجو د تولید کچه لوړه شوې ده.
د راپور د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې شولې کرل شوې دي او د کرنې لاندې ټولیزه ساحه یې شاوخوا ۱۳۵ زره هکتارو ته رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۳ کال کې د شولو تر کرنې لاندې سیمه شاوخوا ۱۲۹ زره هکتاره وه، چې دا په روان کال کې  نږدې ۴٫۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، په ۱۴۰۴ کال کې د وريجو ټولیز تولید شاوخوا ۴۴۷ زره متریک ټنه اټکل شوی، په داسې حال کې چې دا کچه په ۱۴۰۳ کال کې نږدې ۴۳۸ زره متریک ټنه وه. په دې سره، په روان کال کې د وريجو تولید د تېر کال په پرتله نږدې ۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور پر بنسټ، کندز او تخار ولایتونه د هېواد د وريجو په تولید کې تر ټولو زیاته ونډه لري، په داسې حال کې چې غور او سرپل ولایتونو کې د تولید کچه تر ټولو کمه ثبت شوې ده. په هغو ولایتونو کې چې د دایمي او کافي اوبو له سرچینو برخمن دي، د وريجو تولید زیات شوی؛ خو په یو شمېر نورو ولایتونو کې د اوبو د کمښت او د وچکالۍ د اغېزو له امله د تولید کموالی لیدل شوی دی.
په راپور کې دا هم راغلي، چې شوله په افغانستان کې تر ډېره په دوو طریقو، یعنې د نیالګي کېنولو او پاشان په ډول کرل کېږي او د بزګرانو ډېره برخه له سیمه ییزو تخمونو څخه ګټه اخلي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ټینګار کوي، چې د شولو د تولید زیاتوالي، د وريجو په وارداتو د هېواد د اتکا د کمولو او د بزګرانو د معیشت د ښه والي په موخه، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې پراختیا، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د بزګرانو لپاره د تخنیکي او حمایوي خدمتونو پیاوړتیا د دې وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS