د کندهار غورک ولسوالی کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې

mail-admin
Sun, Dec 07 2025 2:23 PM
د کندهار غورک ولسوالی کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم د جوړولو چارې پيل شوې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په لګښت، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د غورک په ولسوالی کې د وچکالۍ د کمولو او د اوبو د مهار په موخه د یو چکډېم د جوړولو چارې رسماً پيل شوې.
د کندهار غورک ولسوالی د پیرقدم په څلورپایو سیمه کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډېم د جوړولو د کار د پيل په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره شول، چې پکې د کندهار دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمر مفتي عبدالغني عفان، انجنیر نورمحمد همکار، د ولسوالی استازو او سیمه‌ییزو خلکو پراخ ګډون کړی و.
انجنیر نورمحمد همکار د پروژې د اهمیت په اړه وویل، چې چکډېم د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې، د اوبو د سپما او مهار په موخه جوړېږي او تمه ده، چې د جوړېدو په صورت کې د سیمې د وچکالۍ ستونزه په پام وړ ډول راکمه کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دغه چکډېم به په معیاري او خام ډول جوړېږي او شاوخوا ۳۵ زره متره مکعب د اوبو زېرمه کولو ظرفیت به ولري.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په وینا، د کندهار په ولایت کې د وچکالۍ د شدت له امله هڅې ګړندۍ شوي او د افغانستان اسلامي امارت د لرې پرتو ولسوالیو د اوبو د مدیریت او سپما لپاره د چکډېمونو د جوړولو پراخه لړۍ پلي کوي. د دې پروژې ترڅنګ، په پنځو نورو ولسوالیو کې هم د ورته چکډېمونو جوړولو چارې روانې دي.


در ولسوالی غورکِ کندهار کار ساخت یک چک‌دَم به ارزش سه میلیون افغانی آغاز شد
۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ جُمادى‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
از  بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ریاست زراعت کندهار، کار ساخت یک چک‌دَم به‌هدف کاهش خشکسالی و مهار آب در ولسوالی غورک ولایت کندهار رسماً آغاز شد.
در منطقه چهارپایو مربوط پیرقدم ولسوالی غورک، به مناسبت آغاز کار این چک‌دَم که ارزش آن نزدیک به سه میلیون افغانی است، برنامه ویژه‌ای برگزار شد. در این مراسم مفتي عبدالغنی عفان آمر منابع طبیعی ریاست زراعت کندهار، انجنیر نورمحمد همکار، نمایندگان ولسوالی و شماری از باشندگان محل حضور داشتند.
انجنیر نورمحمد همکار در سخنانی گفت که ساخت این چک‌دَم به‌منظور مبارزه با خشکسالی، صرفه‌جویی و مهار آب صورت می‌گیرد و امید می‌رود پس از تکمیل، مشکل خشکسالی در این منطقه را به‌شکل قابل توجه کاهش دهد. او افزود که این چک‌دَم به‌گونه معیاری و خام ساخته می‌شود و ظرفیت ذخیره حدود ۳۵ هزار متر مکعب آب را خواهد داشت.
مسئولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند که با شدت‌یافتن خشکسالی در این ولایت، تلاش‌ها افزایش یافته و امارت اسلامی افغانستان برای مدیریت و صرفه‌جویی آب در ولسوالی‌های دوردست، برنامه گسترده ساخت چک‌دَم‌ها را عملی می‌سازد. همچنان همراه با این پروژه، در پنج ولسوالی دیگر نیز کار ساخت چک‌دَم‌های مشابه ادامه دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS