د خوراکي توکو په برخه کې د افغانستان او ازبیکستان د متشبثینو ترمنځ د سوداګریزو قراردادونو لاسلیک

mail-admin
Wed, Dec 03 2025 9:47 AM
امضای قراردادهای تجاری میان متشبثین افغانستان و ازبکستان در بخش مواد خوراکی

د ازبیکستان پلاوی د هغه هېواد د کرنې وزارت د مرستیال جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ، چې د خصوصي سکتور د استازو او دولتي چارواکو په ملتیا افغانستان ته راغلی و، د خپلو کاري لېدنو په پای کې د افغانستان د کرنیزو متشبثینو او خصوصي سکتور سره څو سوداګریز قراردادونه لاسلیک کړل.
یاد قراردادونه د دواړو هېوادونو د حکومتي مسؤلینو په حضور کې لاسلیک شول، چې اساسي محور یې د خوراکي توکو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د همکاریو پراختیا ده، چې پکې د سبو، غوښه او نور غذایي محصولات شامل دي. د یادو هوکړو له مخې، دواړه لوري ژمن شول، چې د دواړو هېوادونو د نافذه اصولو او مقرراتو سره سم به خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د صادراتي او وارداتي توکو د لېږد رالېږد بهیر به لا پیاوړی کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په دې وروستیو کې په آزمایشي ډول له دولتي او خصوصي مسلخونو څخه بهر ته د څارويو د غوښې د صادرولو اجازه ورکړې ده، چې دا به د مالدارۍ په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.
دا قراردادونه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور لپاره د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS