د کرنې وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس د سرپل دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Dec 03 2025 9:39 AM

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوی سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ددې ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.
یاد پلاوی چې مشري یې د وزارت د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار کوله، او ورسره قاري سمیع الحق، محمدپذیر حقپال او عبدالله جان خاکسار مل وو، د سرپل دکرنې رییس مولوی عبدالقادر وحدت سره د سرپل ولایت دکرنې په ریاست کې وکتل.
په دغه ناسته کې د کرنیزو چارو آمر او د کميټې نور غړي هم حاضر وو.
د سټراټیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د سټراټیژیکو غنمو د ساتنې موضوع د ملي اهمیت وړ وبلله او په ټینګار سره یې وویل، چې د زېرمه شوو غنمو د معیاري مراقبت او خوندیتوب لپاره باید جدي او پرله‌پسې اقدامات وشي. ښاغلی حقیار دغه راز وویل: « ګمارل شوی کمیته د غنمو دساتنې او لیدنې راپور باید په ١٥ ورځو کې په  رسمې فارمت کې تعین شوی مسؤل ته  ورولېږي. او کوم ژوندی حشرات چې په زېر مه شویو غنمو په دلیو پیداشول ژر تر ژره به یې فو میګشن عملیه ورباندې اجرا او تصویري او ویدويي راپور به له مونږ سره شریک کوی. هغه تعداد بوجۍ، چئ  ستاسو له سهمیې څخه اضافه دي ژر تر ژر یې د بلخ سیلو ته واستوئ، او کله چې مو فومیګشن عملیه تر سره کړه ټول پلاستیکونه راټول   او په پاک ځای کې یې کېږدئ. د مصرف شوی پیسوپه  اړه دقیق معلومات  له موږ سره شریک کړئ، هغه نوی رالیږل شو پلیټونه په پاک ځای کي په منظم ډول ځای پر ځای کړئ.»
د سرپل  دکرنې رییس مولوی عبدالقادر وحدت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې د غنمو د غوره ساتنې لپاره یې یو مسلکي کمیټه ګمارلې ده او ټول اړوند مسؤلین په منظم ډول د یادو غنمو د حفظ او مراقبت چارې تعقیبوي.
هغه زیاته کړه، چې د کرنې ریاست به د خپلو ټولو امکاناتو او توان په کارولو سره د زېرمه شویو غنمو په خوندي ساتنه او مدیریت کې هر اړخیزه همکاري کوي.
پلاوي د ریاست د هڅو ستاینه وکړه او د لا اغېزمن مدیریت لپاره یې خپل لازمې سپارښتنې شریکې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS