د کرنیزو تخمونو د تصدیق چارواکو او د خصوصي سکتور له استازو سره د ازبیکستاني پلاوي لیدنه

mail-admin
Mon, Dec 01 2025 2:44 PM
دیدار هیئت ازبکستانی با مسئولان تصدیق‌دهی تخم‌های بذری و نمایندگان سکتور خصوصی

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ازبیکستان د کرنې او مالدارۍ مرستیال وزیر جمشید عبدوذوکروف په مشرۍ یوه پلاوي د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو تخمونو د تولید د تصدیق ریاست له مسؤلینو، د کرنیزو تخمونو د تولید له یو شمېر شرکتونو، د افغانستان د قوریه‌دارانو د اتحادیې (ممقا) له رییس او د کرنې وزارت له یوشمېر متخصصینو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې دواړو لورو د کرنیزو تخمونو د تولید، د نوو ورایټیو معرفي کول، د راکړې ورکړې اسانتیاوې، د کرنې په سکتور کې د همکاریو زیاتول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا خبرې اترې وکړې.
د کرنې وزارت مسؤلینو له ازبیکستاني پلاوي وغوښتل، چې د نباتاتو د کرنیزو تخمونو د تولید، کیمیاوي سرې، د آفت‌وژونکو درملو او د لوړ حاصل ورایټیو د وارداتو په برخو کې له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ازبیکستاني پلاوي د معلوماتو په وړاندې کولو سره وویل، چې دغه هېواد د پنبې، کچالو، سبو او مېوو په تولید، د اوبولګولو په سیستمونو او هغو نباتاتو کې چې لږو اوبو ته اړتیا لري، پراخ ظرفیت او تجربه لري، او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.
د کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري، د بڼونو جوړول او له افغانستان څخه د غوښې پېرود، کابل ته د ازبیکستاني پلاوي د سفر له مهمو موخو څخه دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS