د کرنې وزارت پلاوي د فاریاب په ولایت کې له زېرمه شویو غنمو څخه لیدنه وکړه
۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقیار د مل پلاوي په مشرۍ فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې له زېرمه شوو خوراکي غنمو څخه لیدنه وکړه.
دغه غنم چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم له فاریابیانو او بزګرانو پیرل شوي، اوس مهال د فاریاب ولایت د کرنې ریاست په ستراتیژیکو زېرمتونو کې خوندي ساتل کېږي.
پلاوي د غنمو وضعیت له نږدې وڅېړه، د ساتنې بهیر او د زېرمتونو د مدیریت څرنګوالی یې وارزاوه او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
