د کرنې وزارت د اراضۍرييس په مشرۍ پلاوی زابل ولايت ته سفر وکړ 

mail-admin
Mon, Dec 01 2025 8:56 AM
د کرنې وزارت د اراضۍرييس په مشرۍ پلاوی زابل ولايت ته سفر وکړ 

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ  رييس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ پلاوی، چې پکې د کورنيو چارو او عدليې وزارتونو استازي هم ګډون درلود زابل ولايت ته سفر وکړ.
د پلاوي د سفر موخه ياد ولايت کمند سيمه کې په پنځه جريبه ځمکه باندې د منازعې د حل قرار په اړه چې د قضایاوو لخوا د ښاروالۍ په ګټه صادر شوی او د ملي دفاع وزارت لخوا د عدم قناعت په پار چې بايد دلایل يې وڅېړل شي او راپور د ورستی پریکړې په موخه د رياست الوزاء عالي مقام ته وسپاري ويل شوی دی.
په دغه غونډه کې، چې د زابل ولايت په مقام کې جوړه شوې وه د ياد ولايت والي ملا شریف الله شريف، د کرنې وزارت د اراضۍ  رييس مولوي محمود مظلوم، د دغه ولايت د کرنې رييس مولوي حکیم الله، د ياد ولايت ښاروال قاري رحمت الله او يو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
په پيل کې د اراضۍ  رييس د يادې موضوع په اړه د دواړو خواوو د خبرو اورېدو وروسته خبرې وکړې او له دواړو خواوو يې وغوښتل چې خپل دلايل په ليکلې بڼه وړاندې کړي.
ورپسې د زابل والي هم د دغه موضوع په اړه خپلې هراړخيزې خبرې د مجلس ګډونوالو ته واورولې.
په پای کې پرېکړه وشوه، ترڅو د دواړو خواوو د دلايلو د ترلاسه کولو په پار په ليکنې بڼه د اصولو په رڼا کې به تصميم ونيول شي چې ياده ځمکه د کومې ادارې اړوند دي.


هیئتی به ریاست رئیس اراضی وزارت زراعت به ولایت زابل سفر کرد
۹ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ جمادى‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
براساس حکم ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، هیئتی به ریاست مولوی محمود مظلوم، رئیس اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با حضور نمایندگان وزارت‌های امور داخله و عدلیه، به ولایت زابل سفر کرد.

هدف این سفر بررسی موضوع منازعه بر سر پنج جریب زمین در منطقه کمند این ولایت بود؛ زمینی که حکم حل منازعه آن از سوی محکمۀ قضایا به نفع شهرداری صادر شده و وزارت دفاع ملی نسبت به آن اعتراض داشته است. هیئت موظف شده است دلایل هر دو طرف را بررسی کرده و گزارش نهایی را برای تصمیم‌گیری به مقام عالی ریاست‌الوزراء ارائه کند.

نشست رسمی این هیئت در مقر ولایت زابل با حضور ملا شریف‌الله شریف والی زابل، مولوی محمود مظلوم رئیس اراضی وزارت زراعت، مولوی حکیم‌الله رئیس زراعت ولایت، قاری رحمت‌الله شاروال زابل و شماری از مسئولان برگزار شد.

در آغاز، رئیس اراضی پس از شنیدن دیدگاه‌ها و استدلال‌های هر دو طرف، از آنان خواست تا دلایل خود را به‌صورت کتبی ارائه کنند. سپس والی زابل نیز صحبت‌های همه‌جانبه خود را در این خصوص با اعضای جلسه در میان گذاشت.

در پایان تصمیم گرفته شد که پس از دریافت دلایل مکتوب هر دو طرف، بر اساس اصول و ضوابط قانونی مشخص گردد که این قطعه زمین مربوط به کدام اداره است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS