دهلمند موسی قلعه ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي 

mail-admin
Mon, Nov 24 2025 11:07 AM
دهلمند موسی قلعه ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي 

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت او ګډې کمیټې لخوا په یاده ولسوالی کې د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې له لوري د ۱۰۰۰ تنو بزګرانو د مرستې د وېش سروې پای ته رسېدلې ده.
یاده سروې د ګډ تخنیکي پلاوی له‌ لوري ترسره شوه، چې د موسی قلعه ولسوالی مسؤلین، د امنیې قوماندانۍ استازي، استخباراتو مدیریت او ترویج مدیریت کارکوونکي پکې شامل وو.
د سروې په جریان کې بزګرانو ته سپارښتنه وشوه، چې د اصلاح شوو تخمونو په تکثیر او ترویج کې لا ډېره ونډه واخلي، څو په سیمه کې د معیاري تخمونو لاسرسی اسانه شي.
سروې د موسی قلعه په ۸ کلیو کې ترسره شوې؛ چې پکې تخته پول، شباروز، توغي، کاڼي مانده، چپه ژرنده، اسمانیان، کڅ سردار او کڅ شربت شامل دي. 
د یادونې وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست مسئولینو په هڅو تر دې وړاندې هم په موسی قلعه کې د یو شمېر نورو مرستندویه مؤسسو له لوري بزګرانو ته اړینې مرستې رسېدلې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS