د هرات په ولایت کې د زعفرانو لسمه جشنواره ترسره شوه

mail-admin
Sat, Nov 22 2025 3:28 PM
دهمین جشنواره زعفران در ولایت هرات برگزار شد

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د زعفرانو لسمه جشنواره د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار، د ایران او ترکیې د هېوادونو د دیپلوماتانو او د زعفرانو د صنعت کارانو په حضور کې د هرات ولایت کې ترسره شوه.
په دغه مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنیز سکتور د پام وړ پرمختګونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې، په ځانګړي ډول د چرګانو پالنې په صنعت کې ځان‌بساینې ته رسېدلی او د لبنیاتو په برخه کې هم د ځان‌بساینې مرحلې ته نږدې شوی دی. هغه زیاته کړه، چې د کوکنارو د کرکیلې بندېدل د خلکو غوښتنه وه او اوس هڅې پر دې روانې دي، چې په ټولو ولایتونو کې زعفران او نور ارزښتمن نباتات ترویج شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې سږکال په هېواد کې ۱۲ زره هکټاره ځمکه د زعفرانو تر کر لاندې وه او ټولټال ۴۱ ټنه زعفران تولید شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله زیاتوالی ښيي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت د بزګرانو او زعفران‌کارانو ترڅنګ ولاړ دی او ستونزې به یې حل کړي. هغه څرګنده کړه، چې ۱۶۰ زره جریب ځمکه د صنعت وزارت ته سپارل شوې، څو د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د وارداتو د کمولو زمینه برابره شي.
همدارنګه، د افغانستان د زعفرانو د ټولنې رییس حاجي ابراهیم عادل، د یادې ټولنې د لاسته‌راوړنو یادونه وکړه او ویې ویل، چې تر اوسه ۷۲ شرکتونه د زعفرانو په برخه کې جوړ شوي او بهرنیو هېوادونو ته د دې محصول صادرات لا هم دوام لري. هغه وړاندیز وکړ چې د قوس لومړی نېټه د «ملي زعفران ورځ» په نوم ونومول شي. نوموړي زیاته کړه، چې ټولنه پلان لري لس میلیونه ډالر پانګونه وکړي او شاوخوا ۸۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام‌جار،  هم د زعفرانو د صنعت کارانو له هڅو څخه قدرداني وکړه او د اوبو پر سم مدیریت، د ژورو څاګانو د کېندلو د مخنیوي او د اوبو د اسراف پر بندیز ټینګار وکړ.
په دغه جشنواره کې د ایران او ترکیې د سرکنسولګرۍ مرستیالان او د هرات د کرنې او مالدارۍ ټولنې مشران هم ګډون درلود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS