د خوست په مالدارۍ مرکزونو کې د خوړو او کرنې ادارې او کرنې ریاست ګډه ارزونه ترسره شوه

mail-admin
Sat, Nov 22 2025 12:19 PM
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر د خواړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف.اې.او» د سوېل ختیځ زون له مالدارۍ تخنیکي مسؤل سره یو ځای، د مالدارۍ اړوند مرکزونو او فعالیتونو د ارزونې ګډ پروګرام ترسره کړ.

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمر د خواړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف.اې.او» د سوېل ختیځ زون له مالدارۍ تخنیکي مسؤل سره یو ځای، د مالدارۍ اړوند مرکزونو او فعالیتونو د ارزونې ګډ پروګرام ترسره کړ.
په دې ارزونه کې د «اف.اې.او» د سوېل ختیځ زون تخنیکي مسؤل ډاکټر عنبرګل ظفري او د خوست د کرنې ریاست د صحت حیواني آمر ډاکټر انعام الله جاوید ګډون درلود او د ولایت د مالدارۍ مختلف مرکزونه یې وڅارل.
د ارزونې پر مهال د پي پي آر د درېیم پړاو د واکسین کمپاین بهیر، د حیواني کلینیکونو وضعیت، د شیدو راټولولو او پروسس مرکزونه، مسلخ، لابراتوارونه او د مال بازار ساحې په تفصیل سره معاینه شوې.
د لیدنو پر مهال سیمه‌ییزو مالدارانو، د مرکزونو مسؤلینو او ساحوي وترنر ډاکټرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه له پلاوي سره شریک کړل. ښاغلي ظفري ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د تعقیب او حل لپاره د «اف.اې.او» مرکزي دفتر ته ولیږل شي.
د خوست د کرنې ریاست د ډاکټر ظفري له تخنیکي لارښوونو او د «اف.اې.او» له همکارۍ څخه مننه وکړه او یادې ارزونې یې د مالدارۍ د خدماتو د لا ښه‌والي لپاره مهمې وبللې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS