دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه

user-admin
Wed, Nov 19 2025 3:46 PM
دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد پروګرام له مخې، اصلاح شوي تخمونه په داسې ډول وېشل کېږي چې ۵۰ سلنه برخه یې کروندګر په خپله اجرا کوي. دا چاره د دې لپاره ترسره کېږي چې د غنمو اصلاح شوي تخمونه عام او رواج شي، او کروندګر د لوړ کیفیت، زیات حاصل او اقتصادي ګټې لرونکي تولیدات ترلاسه کړي.
دیادې توزیع پر مهال د کرنیزو چارو آمر قاري مولوي مطیع الله عابد وویل، چې دغه اصلاح شوي غنم نه یوازې زیات حاصلات ورکوي، بلکې د ناروغیو او افتونو پر وړاندې ښه مقاومت هم لري.
همدارنګه، کروندګرو ته د عملي او نظري عامه پوهاوی زده، کړې هم ورکول کېږي، څو د دغو تخمونو د کرکېلې ګټې، طریقه او اقتصادي اهمیت په بشپړ ډول وپېژني.
د دې پروګرام په تطبیق سره به د یوې خوا د غنمو تولیدات زیات شي، او له بلې خوا به د کروندګرو اقتصادي وضعیت لا پیاوړی او ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS