د رېشخور د لبنیاتو د فابریکې د فعالولو په پار د کرنې او مالدارۍ د مرستیال ټینګار

user-admin
Tue, Nov 18 2025 10:33 AM
د رېشخور د لبنیاتو د فابریکې د فعالولو په پار د کرنې او مالدارۍ د مرستیال ټینګار


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د رېشخور د لبنیاتو د فابریکې د ژر فعالولو پر اړتیا ټینګار کوي او وايي چې د هېواد دننه د تولیداتو زیاتوالی باید لومړیتوب ولري، څو د هېواد اړتیاوې د کورنیو تولیداتو له لارې پوره شي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» او  د میلکو شرکت،  چې د یادې فابریکې قراردادي دي، له مسوولینو سره په لیدنه کې د فابریکې د فعالولو او د برېښنا او ودانۍ اړوند ستونزو د حل په اړه بحث او موافقه وشوه.
همدارنګه، د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذکرالله ذاکر، څرګنده کړه چې د دې فابریکې په فعالېدو سره به د شېدو تولیدوونکو، راټولولو مرکزونو او پروسس کوونکو ترمنځ مستقیم او منظم ارتباط رامنځته شي.
د رېشخور د لبنیاتو فابریکه په یو کاري شفت کې د ۴۰ زره لیټره شېدو د پروسس ظرفیت لري او په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۰۰ زره لیټرو پورې شیدې پروسس کولای شي. په دې فابریکه کې ۱۲ ډوله لبنیاتي محصولات تولیدېږي.


تأکید معین زراعت و مالداری بر فعال‌سازی فابریکه لبنیات ریشخور
۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری بر فعال‌سازی سریع فابریکه لبنیات ریشخور تأکید کرده می‌گوید که افزایش تولیدات داخلی باید در اولویت قرار گیرد تا نیاز کشور از مسیر تولیدات داخلی برآورده شود.
در دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان ریاست مالداری و صحت حیوانی، سازمان زراعت و غذا ملل متحد و شرکت میلکو — به‌عنوان قراردادی فابریکه — روی فعال‌سازی این فابریکه و حل چالش‌های مرتبط با برق و ساختمان بحث و توافق شد.
همچنان مفتی ذکرالله ذاکر رییس عمومی مالداری و صحت حیوانی بیان داشت که با فعال‌شدن این فابریکه، میان مولدین، مراکز جمع‌آوری و پروسس‌کننده‌گان شیر ارتباط مستقیم و منظم ایجاد خواهد شد.
فابریکه لبنیات ریشخور ظرفیت پروسس ۴۰ هزار لیتر شیر را در یک شفت کاری و ۱۰۰ هزار لیتر در ۲۴ ساعت دارد و در آن ۱۲ نوع محصول لبنی تولید می‌شود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS