هلمند کې یوشمېر کروندګرو ته د ګلپي نبات د ساتنې او افاتو د مخنیوي روزنه ورکړل شوه

mail-admin
Sun, Nov 16 2025 12:51 PM
هلمند کې یوشمېر کروندګرو ته د ګلپي نبات د ساتنې او افاتو د مخنیوي روزنه ورکړل شوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو ددې ولایت د مرکز لښکرګاه د لوی کاریز سیمې کروندګرو ته د ګلپي نبات د افاتو او ناروغیو د مخنیوي په اړه لارښوونې وکړې.
په دې روزنه کې کروندګرو ته وویل شول، چې ګلپي د نورو سبو په څېر منظمې اوبولګونې، کیمیاوي او عضوي سرو ته په خپل وخت اړتیا لري، څو ښه وده وکړي او د ستونزو د حل لپاره ورڅخه ورځنۍ څارنه تر سره شي.
چارواکو ټینګار وکړ چې ګلپي د انسان د خوراکي اړتیاوو له مهمو سبو څخه دی، دغه سابه په زیاته کچه کاربوهایډرېټونه، پروتینونه، ویټامینونه او معدني مواد لري.
مسوولینو زیاته کړه، چې د ګلپي بوټو پر وخت وقایوي درملنه او د موجوده افاتو او ناروغیو مخنیوی د کروندګرو اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره ډېر مهم دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS