خوست کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

mail-admin
Sun, Nov 16 2025 9:45 AM
خوست کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت آمر مولوي اسلم خان منیب وایي، دغه مرستې هغو شنوخونو لرونکو ته ورکړل شوې، چې د کرنې له ریاست سره همکار پاتې شوي او د فعالیت رسمي جوازونه لري.
د ښاغلي منیب په وینا، دا اقدام د شنوخونو د ساتنې او د نباتي روغتیا د ښه والي په موخه ترسره شوی، څو د شنوخونو خاوندان وکولای شي خپلې کرنیزې چارې په معیاري او اغېزمنه توګه پرمخ یوسي.
دغو مرستو د بزګرانو د هڅونې او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لوبولی شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS