دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

mail-admin
Sat, Nov 15 2025 3:15 PM
دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي صدیق الله رحماني او د یاد ریاست له نورو کارکوونکو سره د چارو د همغږۍ په موخه وکتل.
په دې لیدنه کې د پلاوي مشر مولوي صدیق الله رحماني وویل، د دوی د سفر موخه د نیالګیو د قوریو کنټرول او ارزونه ده. هغه زیاته کړه چې هغه نیالګي چې د بڼوالۍ په برخه کې د کښت لپاره کارول کېږي، باید له تصدیق شوو قوریو څخه اخیستل شوي وي او د معیار مطابق لیبل ولري.
نوموړي وویل، دا مهال په لغمان ولایت کې څلور تصدیق شوې قورې موجودې دي او هڅه کېږي چې د ټول هېواد په کچه د نیالګیو د اصلاح لپاره قورې د کرنې وزارت له معیارونو سره سمې عیارې شي. همدارنګه یې څرګنده کړه، چې پرته له تصدیق شوو قوریو هېڅوک حق نه لري چې نیالګي وپلوري.
رحماني د کرنې ریاست ته لارښوونه وکړه، چې هغه مؤسسات او بڼوال چې نیالګي رانیسي، باید تصدیق شوو قوریو ته ور وپېژندل شي او په دې برخه کې لازمې پاملرنې ته متوجه شي.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د پلاوي هرکلی او مننه وکړه، چې د قوریو د کنټرول په موخه یې لغمان ته سفر کړی دی. هغه یاد اقدام ګټور وباله او ډاډ یې ورکړ چې ټولې قورې به د کرنې وزارت د پالیسي له مخې عیارې کړای شي.
نوموړي د ریاست اړوند کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له پلاوي سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS