د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Thu, Nov 13 2025 12:51 PM
د کندهار نېش کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۲ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د «ان.آر.سي» مؤسسې په تخنیکي همکاري او د نېش ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارني لاندې په یاده ولسوالی کې ۷۵ تنه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د یادې مرستي د روڼتیا، عادلانه وېش او وړ بزګرانو د انتخاب لپاره یو کډه کمیټه هم جوړه شوې وه، چې تر نوم لیکنې وروسته اوس مهال هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلو توره سره او ۵۰ کیلو سپینه سره ووېشل شول. 
د مرستي څخه برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کارونې، اوبو لګولو، نوي میتودونو، په کتاري ډول د غنمو کرنې او ورته نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې وه.
د یادې مرستي څخه موخه په کندهار کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بیوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، د کمي ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځي وړاندې هم د کندهار د کرنې ریاست په هڅه، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ د کندهار درېیو ولسوالیو کې څه باندي ۷۰۰ تنه بزګرانو ته ورته مرسته د ننداریزو کروندو جوړولو په موخه وېشل شوې وه.


توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای ۷۵ دهقان در ولسوالی نېش کندهار
۲۲ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ جمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار به همکاری تخنیکی مؤسسه NRC و تحت نظارت مسؤولان زراعت و مالداری ولسوالی نېش، برای ۷۵ دهقان این ولسوالی تخم اصلاح‌شده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع کرد.
به منظور تضمین شفافیت، توزیع عادلانه و انتخاب دهقانان واجد شرایط، یک کمیته ویژه ایجاد شد. پس از ثبت‌نام، به هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده گندم، ۵۰ کیلوگرم کود سیاه و ۵۰ کیلوگرم کود سفید اهدا گردید.
دهقانان بهره‌مند از این برنامه، آموزش‌های لازم در زمینه کشت گندم، استفاده از کودهای کیمیاوی، آبیاری، روش‌های نوین زراعت و کشت قطاری گندم نیز دریافت کردند.
هدف این برنامه ارتقای کشت تخم اصلاح‌شده در کندهار، فراهم‌سازی بذرهای جدید برای خانواده‌های نیازمند، حمایت اقتصادی از دهقانان، افزایش حاصل از زمین‌های محدود و تقویت اقتصاد خانوادگی آنان اعلام شده است.
قابل ذکر است که چندی پیش نیز ریاست زراعت کندهار با حمایت مالی سازمان جهانی مبارزه با مواد مخدر، برای حدود ۷۰۰ دهقان در سه ولسوالی این ولایت کمک مشابهی با هدف ایجاد مزرعه‌های نمایشی توزیع کرده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS