دهلمند نادعلي کې یوشمېر مالداران وروزل شول
۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي پلاوي د هلمند ولایت نادعلي ولسوالی د بېلابېلو سیمو ۳۰ تنو مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې، روزنې او حفظالصحې اړوند عامه پوهاوی او عملي روزنه ورکړه.
په دې پروګرام کې د مالدارانو د ظرفیت لوړولو، د حیواني تولیداتو د زیاتوالي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه، د متوازنې تغذیې، واکسینونو، درملنې او نظافت بنسټیز اصول تشریح شول.
مالدارانو دغه روزنیز پروګرام ګټور وباله او د ورته نورو تخنیکي کورسونو غوښتنه یې هم وکړه.
