د کرنې وزارت د اطلاعاتو اوعامه پوهاوی رییس او ویاند د کندهار په ولایت کې د میلکو شرکت څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Tue, Nov 04 2025 2:50 PM
بازدید رییس اطلاعات، آگاهی عامه و سخنگوی وزارت زراعت از کمپنی میلکو در ولایت کندهار

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتواو عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د «میلکو» شرکت څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال، د «میلکو» شرکت چارواکو د لبنیاتو د تولید او پروسس د فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او له شته ستونزو سره د مبارزې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. د میلکو شرکت د هېواد په سوېل کې د لبنیاتو د پروسس او بسته‌بندۍ له فعاله بنسټونو څخه شمېرل کېږي، چې د لبنیاتو د صنعت د ودې او د کندهار ولایت خلکو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
مولوي شېرمحمد حاتمي د «میلکو» شرکت د فعالیتونو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پانګونه د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا، او په ځانګړي ډول د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره خورا ارزښت لري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د کرنې وزارت له دې ډول نوښتونو او کورنیو پانګونو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د اسانتیاوو، بازارموندنې او تولیدي فعالیتونو د پراختیا په برخه کې له فعالو شرکتونو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کرنې وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند زیاته کړه، چې د خصوصي سکتور ملاتړ، په ځانګړي ډول د هغو شرکتونو چې د کرنیزو محصولاتو په پروسس بوخت دي، د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی؛ ځکه دا بهیر د کرنیزو محصولاتو د ارزښت د لوړوالي، د ضایعاتو د کمېدو او د صادراتو د پراختیا لامل ګرځي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS