د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Tue, Nov 04 2025 2:37 PM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رییس معرفي شو

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې نوی رییس مولوي نعمت‌الله سالک د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د شرکت کارکوونکو ته ورمعرفي او پر خپلې دندې یې رسمي پیل وکړ.
یاده غونډه د شرکت د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د ننګرهار ولایت د مقام د ټولنیزو او کلتوري چارو کارپوه مولوي سمیع‌الله سمون، د شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي، د درې‌ګونو ریاستونو رییسان، فارمونو امرین، لوی مدیران او ګڼ شمېر نور مسؤلین حاضر وو.
په پیل کې مولوي سمیع‌الله سمون د تقرر حکم ولوست. د حکم له مخې، د شرکتونو لوی ریاست د رهبرۍ د لزوم‌دید پر بنسټ او د ریاست‌الوزرا د مقام د حکم له مخې، د شرکتونو په تشکیلاتو کې یو لړ بدلونونه منظور کړي دي. د همدې حکم له مخې، د سوداګرۍ او بازارموندنې پخوانی رییس انجنیر ندي‌الله نیازی د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت د تخنیکي چارو رییس په توګه ټاکل شوی، او پر ځای یې مولوي نعمت‌الله سالک د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازارموندنې د چارو نوی رییس ټاکل شوی دی.
ورپسې د شرکت اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي د پخواني رییس انجنیر ندي‌الله نیازی د کړنو ستاینه وکړه او د نوي رییس لپاره یې د لا بریاوو هیله څرګنده کړه.
پخواني رییس انجنیر ندي‌الله نیازی د شرکت له رهبرۍ مننه وکړه او د سوداګرۍ او بازارموندنې له کارکوونکو یې وغوښتل، چې له نوي رییس سره په اخلاص او همکارۍ خپل فعالیتونه دوام ورکړي.
په پای کې، د سوداګرۍ او بازارموندنې نوي رییس مولوي نعمت‌الله سالک ګډونوالو ته وینا وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د لا اغېزمنو خدمتونو، منظم فعالیتونو او د شرکت د پرمختګ لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS