د پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېش

user-admin
Sun, Nov 02 2025 8:30 AM
د  پکتیکا او نورستان په ولایتونو کې د اصلاح شويو غنمو تخمونو وېش

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غلو-دانو د پراختیا ریاست له‌خوا د پکتیکا او نورستان ولایتونو بزګرانو ته د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د غنمو اصلاح شوي تخمونه په لویه کچه ووېشل شول.
د نورستان په ولایت کې په ټولیزه توګه ۳۰ متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه په څلورو ولسوالیو کې ووېشل شول، چې پکې ۸ متریک ټنه د نورګرام، ۷ متریک ټنه د وانت وایگل، ۸ متریک ټنه د کامدېش او ۷ متریک ټنه د برګ‌مټل ولسوالیو برخه وه.
همدارنګه، په پکتیکا ولایت کې ټول ۶۰ متریک ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه د خوشامند، زرغون‌خېل، شرنه او جاني‌خېل په ولسوالیو کې بزګرانو ته ووېشل شول، چې په هره ولسوالي کې ۱۵ متریک ټنه تخمونه سیمه ییزو بزګرانو ته ورکړل شول.
د دې پروسې په لړ کې، هر بزګر ته د اصلاح شویو غنمو یوه بوجۍ تخم ورکړل شوه، څو د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو کرکېله ترویج او د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.
د کرنې وزارت د غلو-دانو د پراختیا ریاست مسؤلین وایي، د دې پروګرام موخه د کرنیزو تولیداتو لوړول، د غنمو د کیفیت ښه‌والی او د هېواد د کرنیزې ځانبسیاینې پیاوړتیا ده.

 

توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم در ولایت‌های پکتیکا و نورستان
۱۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
از سوی ریاست توسعه غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، برای دهاقین ولایت‌های پکتیکا و نورستان مقدار زیادی تخم اصلاح‌شده بذری گندم به منظور احداث قطعات نمایشی توزیع گردید.
در ولایت نورستان، مجموعاً ۳۰ متریک تن تخم اصلاح‌شده بذری در چهار ولسوالی توزیع شد که  ۸ متریک تن نورگرام،۷ متریک تن در وانت وایگل،  ۸متریک تن  در کامدیش و  ۷ متریک تن  در برگ‌مَتل را شامل می شود.
همچنین در ولایت پکتیکا، مجموعاً ۶۰ متریک تن تخم اصلاح‌شده گندم در ولسوالی‌های خوشامند، زرغون‌خیل، شرنه و جانی‌خیل توزیع شد که در هر ولسوالی ۱۵ متریک تن به دهاقین محلی سپرده شد.
در این روند، برای هر دهقان یک بوری تخم اصلاح‌شده بذری گندم توزیع گردیده تا زمینه افزایش حاصل‌دهی و ترویج کشت اصلاح‌شده در این ولایت‌ها فراهم شود.
مسئولان ریاست توسعه غله جات  وزارت زراعت هدف از این برنامه را ارتقای تولیدات زراعتی، بهبود کیفیت گندم و تقویت خودکفایی زراعتی کشور عنوان کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS