د ننګرهار دکرنې ریاست: د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه پر لسګونه مېرمنو کورني چرګان ووېشل  شول

mail-admin
Sat, Oct 25 2025 1:31 PM
د ننګرهار دکرنې ریاست: د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا په موخه پر لسګونه مېرمنو کورني چرګان ووېشل  شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ټولنیزي برابرۍ او تعلیمي خدماتو مؤسسې له لورې د کامي په ولسوالی کې پر ٦٥ بې وزله مېرمنو چرګان او د چرګانو روزنې اړونده توکي ووېشل شول. ددې مرستې موخه د بې وزله مېرمنو ملاتړ او  د مالدارۍ سکتور او کورني اقتصاد پیاوړتیا ښودل شوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په لارښوونه مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي د چرګانو د وېش په پروګرام کې ګډون وکړ، نوموړي وویل هرې کورنۍ ته ٤٠ قطعي چرګان، دانه خورې، آب خورې، جالۍ،٥٠ کیلو دانه او د هګیو ټولولو پچۍ ورکړل شوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست په کلیوالی کچه د مالدارۍ دپیاوړتیا او دبې وزلۍ دکچې کمولو په موخه په بېلابېلو برخو د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوي.

ریاست زراعت ننگرهار: به هدف تقویت سکتور مالداری، برای ده‌ها زن روستایی مرغ‌های خانگی توزیع شد
۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار با همکاری مؤسسه خدمات آموزشی و برابری اجتماعی، برنامه توزیع مرغ‌های خانگی و وسایل مربوط به پرورش آن را برای ۶۵ زن بی‌بضاعت در ولسوالی کامی راه‌اندازی کرد. هدف از این کمک، حمایت از زنان نیازمند و تقویت سکتور مالداری و اقتصاد خانوادگی عنوان شده است.
در این برنامه که با هدایت ریاست زراعت ننگرهار برگزار گردید، آمر خدمات مالداری و صحت حیوانی، داکتر محمد ضمیر بهسودی، حضور داشت. وی گفت به هر خانواده ۴۰ قطعه مرغ، دانه‌خوری، آب‌خوری، جالی، ۵۰ کیلوگرام دانه و پچک مخصوص جمع‌آوری تخم‌ها توزیع شده است.
ریاست زراعت ننگرهار اعلام کرد که در سطح روستاها به منظور تقویت سکتور مالداری و کاهش فقر، در بخش‌های مختلف با خانواده‌های نیازمند همکاری و کمک می‌نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS