د خوست تڼیو ولسوالی کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې
د خوست ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د تڼیو ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د آفرین مؤسسې د KH01 پروژې په چوکاټ کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ناستې ترسره شوې.
یادې ناستې د خنډکي کلي، بنداخېلو د ستر کلي، سرکۍ لوټه او منځې کلیو د مشرانو، ځوانانو او مخورو په ګډون ترسره شوې. په ناستو کې د «ځنګلونه د اقتصاد، طبیعت او ذهنونو لپاره ژوند بښونکي سرچینې دي» تر عنوان لاندې ګډونوالو ته د ځنګلونو د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د عامه پوهاوي پروګرام پر مهال ګډونوالو ته د غیرقانوني پرېکولو ناوړه پایلې، د طبیعي بوټو او چاپېریال د ساتنې لارې چارې، د زیات څړ زیانونه، او د طبیعي توازن د خوندیتوب اهمیت تشریح شول.
ګډونوالو د یادې موضوع پر ارزښت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، د ناقانونه پرېکولو د مخنیوي او د چاپېریال د پاک ساتلو په برخه کې به له خپلو خلکو سره فعاله او عملي همکاري کوي.
دغه ډول عامه پوهاوي ناستې د خلکو د ذهني بیدارۍ، د طبیعي شتمنیو د خوندیتوب او د چاپېریال د ښه راتلونکې لپاره خورا ارزښتناکه ګڼل کېږي.
