سږ کال په هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنو څخه ډېر هندواڼې راټولې شوې دي

mail-admin
Sat, Oct 18 2025 2:01 PM
سږ کال په هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنو څخه ډېر هندواڼې راټولې شوې دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصائیې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرنو له مخې، د روان لمریز کال په ترڅ کې د هېواد په کچه له یو میلیونه او ۳۲۲ زره متریک ټنه څخه ډېر هندواڼې تولید او راټول شوې دي.
د یادو شمېرو پر بنسټ، سږکال په ټول هېواد کې ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه د هندواڼو تر کرکېلي لاندې وه، چې له دغو کروندو څخه په ټولیز ډول ۱٬۳۲۲٬۸۲۷ متریک ټنه حاصل تر لاسه شوی دی.
د فراه، بلخ، هرات او بادغیس ولایتونه د هندواڼې د کر او تولید له پلوه د هېواد له مخکښو سیمو څخه شمېرل کېږي. له انګورو وروسته، هندواڼه په هېواد کې د مېوو په منځ کې تر ټولو لوړ تولید لري.
د کرنې وزارت له خوا د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ کارونه، د اصلاح شویو تخمونو وېش، د کرنیزو وسایلو برابرول او د بزګرانو هڅونه ددې لامل شوې، چې د هندواڼو حاصلات د کمیت او کیفیت له پلوه د پام وړ ښه شي.
سره له دې، یو شمېر بزګران د بازار د نشتوالي، د بیو د ټیټوالي او له وارداتي مېوو سره د سختې سیالۍ له امله شکایت لري.
هندواڼه د لوړ حاصل، مناسب عاید او لوړ غذایي ارزښت له امله د هېواد له مهمو کرنیزو محصولاتو ګڼل کېږي او د بزګرانو لپاره د پام وړ عایداتي سرچینه ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو له وېش سره هم‌مهاله هڅه کوي، څو د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د مېوو، د خرڅلاو لپاره په کورنیو او بهرنیو بازارونو کې غوره زمینه برابره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS