د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو پرېکولو او ملي شتمنیو د ساتنې په موخه څارنه ترسره شوه

mail-admin
Sat, Oct 18 2025 11:38 AM
د کندهار ارغنداب کې د ځنګلي بوټو پرېکولو او ملي شتمنیو د ساتنې په موخه څارنه ترسره شوه

۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ارغنداب ولسوالی په رود خونو او څړځایونو کې د ځنګلي بوټو د پرېکولو، طبیعي زېرمو د ساتنې او د خلکو د عامه پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه.
یاده څارنه د ارغنداب ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤل د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ، د یادې ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د تنظیم مسؤل، او امنیتي مسؤولینو په ګډه همکاري ترسره کړې ده.
د څارنې پر مهال د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د ځنګلونو او ملي شتمنیو د ارزښت، د هغوی د ساتنې او د ناقانونه انتقال د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړل شو. د ارغنداب په رود خونو کې دا څارنه په ځانګړي ډول د دې لپاره ترسره شوې، څو د شګې او جغل د انتقال پر مهال طبیعي زیرمې له زیان څخه خوندي پاتې شي او خلک د طبیعي شتمنیو په ارزښت ښه پوه شي.
همدارنګه د سیمې له خلکو او کوچیانو څخه غوښتنه وشوه، چې د جغل د انتقال پر مهال د طبیعي بوټو او زېرمو د زیان مخنیوی وکړي او د ملي شتمنیو په ساتنه کې فعاله ونډه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په سپین بولدک، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې د ځنګلي، نیمه‌ځنګلي او طبیعي بوټو د ناقانونه انتقال او عامه پوهاوي په موخه ورته څارنې ترسره شوې وې، چې په پایله کې یې سلګونه سیمه‌ییز اوسېدونکي د ملي شتمنیو د ساتنې په ارزښت او اهمیت وپوهېدل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS