د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خوست کې د ګرمو اوبو د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Oct 15 2025 10:40 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خوست کې د ګرمو اوبو د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دې ولايت د باغ شمل په سيمه کې د ګرمو اوبو کبانو له نوي جوړ شوی فارم څخه ليدنه وکړه.
ياد فارم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له‌خوا په ۱۲ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د يو ميليون کبانو د بچيو د روزنې او په کال کې د ۱۰ ټنه  کبانو د غوښې د توليد ظرفيت لري.
دا فارم څلور نیم‌جریبه خاورین حوضونه، د هچري یوه خونه، اته‌خونیز اداري تعمیر، دوه سمنټي حوضونه چې د ۳۰۰ او ۱۵۰ متره مربع په اندازه دي، د اوبو رسولو کانال، د اوبو زېرمه او ژوره څاه لري.
د فارم ټول لګښت شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د ودانیو په جوړولو، اړینو تجهیزاتو په نصب او پېرلو، د کبانو د بچیو، مورني کبانو او د هغوی د خوراک په برابرولو لګول شوی دی او ټاکل شوې ده، چې یاد فارم ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړي.
مولوي صدراعظم عثماني د ليدنې پر مهال وويل، چې د دې فارم جوړول د کبانو د توليد د پراختيا، د اوبو د ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لور يو مهم ګام دی. نوموړي زياته کړه، چې وزارت هڅه کوي ورته پروژې په نورو ولايتونو کې هم پلې کړي.
د دغه فارم د جوړولو بودیجه د کرنې وزارت د الوتونکو او اقتصادي حشراتو د ترویج ریاست د پراختیایي پروژې له لارې تأمینه شوې ده. د دغو پروژو د پلي کولو موخه د کورنيو توليداتو لوړول، د کبانو د پروسس او تکثير په برخه کې ځان‌بسياينه، او خلکو ته د دايمي اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS