د غزني په دوو ولسوالیو کې د زردالو د وچولو د سلفر خونو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Oct 11 2025 10:41 AM
د غزني په دوو ولسوالیو کې د زردالو د وچولو د سلفر خونو جوړولو چارې پیل شوې

۱۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د ښار جوړونې او کلیو پراختیا وزارتونو د تخنیکي انجنیرانو په حضور کې، د زردالو د وچولو لپاره د دوو سلفر خونو د جوړولو چارې په اندړ او اسفنده ولسوالیو کې پیل شوې. دغه سلفر خونې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړېږي، چې د مېوو د کیفیت د لوړوالي او د بازارموندنې د اسانتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
سلفرخونې د مېوو د وچولو معیاري مرکزونه دي، چې د طبیعي میتودونو پر ځای د سلفر په مرسته د زردالو او نورو مېوو رنګ، خوند او کیفیت ساتي. د کرنې وزارت د دغو خونو د جوړولو له لارې هڅه کوي د بڼوالۍ سکتور ته وده ورکړي، د مېوو د ضایعاتو کچه راټیټه کړي او بزګرانو ته د عاید د زیاتوالي فرصتونه رامنځته کړي. د غزني ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د زردالو د وچولو لپاره معیاري زمینه برابره شي او د غزني د کرنیزو محصولاتو کیفیت به په ملي او نړۍوالو بازارونو کې د سیالۍ وړ وګرځي.


آغاز کار ساخت سلفر خانه‌ها برای خشک‌کردن زردآلو در دو ولسوالی غزنی
۱۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی با حضور انجنیران تخنیکی وزارت‌های شهرسازی و انکشاف دهات، کار ساخت دو باب خانه سلفر برای خشک‌کردن زردآلو را در ولسوالی‌های اندر و اسفنده آغاز کرد.
این خانه‌های سلفر از بودجه انکشافی وزارت زراعت ساخته می‌شود و گامی مهم در راستای ارتقای کیفیت میوه‌ها و تسهیل بازاریابی آنان به‌شمار می‌رود.
خانه‌های سلفر مراکز معیاری خشک‌کردن میوه‌ها هستند که در آن به‌جای روش‌های طبیعی، با استفاده از گاز سلفر، رنگ، مزه و کیفیت زردآلو و سایر میوه‌ها حفظ می‌گردد. وزارت زراعت از طریق ساخت این خانه‌ها تلاش دارد سکتور باغداری را تقویت کند، میزان ضایعات میوه‌ها را کاهش دهد و زمینه افزایش عاید را برای باغداران فراهم سازد.
مسئولان ریاست زراعت ولایت غزنی می‌گویند با تکمیل این پروژه، زمینه خشک‌کردن معیاری زردآلو فراهم خواهد شد و کیفیت محصولات زراعتی غزنی در بازارهای ملی و بین‌المللی به سطح رقابت‌پذیر ارتقا خواهد یافت.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS