کندهار کې زرګونو څارویو ته وقایوي کمپاین پیل شو

mail-admin
Wed, Oct 08 2025 10:48 AM
کندهار کې زرګونو څارویو ته وقایوي کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړاو د هالنډ کمیټي په تخنیکي همکارۍ د کندهار ۱۰ ولسوالیو کې د ۱۲۸ زره ۳۵۰ کوچنیو څارویو لپاره د لیونتوب (ریخک) او  چنجیو ضد درمل کولو وقایوي کمپاین رسماً پیل شو چې د دوو اوونیو په اوږدو کې به ترسره شي. 
د یاد کمپاین په ترڅ کې به ۸۵ زره ۶۰۰  کوچني څاروي د چنجیو په وړاندې درمل او ۴۲ زره ۷۵۰ کوچني څاروي به د څارویو لیونتوب (ریخک) په وړاندې د کندهار په پنجوائې، میوند، ارغستان، سپین بولدک، خاکریز، ارغنداب، دامان، ډنډ، غورک او نېش ولسوالیو کې د ۲ افغانیو په ارزښت د سیمې د ثبت اوراجستر شویو کلینیکونو له لورې واکسین شي. ترڅو د څارویو د داخلي او خارجي پرازیټونو د مخنیوي او ریخک ناروغۍ د رامنځته کیدو په وړاندې وقایوی تدابیر ونیول شي. 
د یاد وقایوي کمپاین څخه موخه د ژمي له راتګ سره سم د پروتوزوایي ناروغیو مخنیوي، د مالدارۍ سکتور ته سالمه وده او پراختیا ورکول، د ناروغیو رامنځته کېدو څخه وړاندې وقایوي تدابیر نیول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ کول دي.
په ورته وخت کې مالداران هم د کرنې ریاست او هالنډ کمیټې د یاد کمپاین څخه زیات خوښ دي، چې په په مهمو او اړینو وختونو کې ورته وقایوي واکسینونه او درمل چمتو کوي. هغوی په راتلونکی کی یی هم د داسي نورو کمپاینونو غوښتنه کوي.
د یادونۍ وړ ده، چې یوه اوونۍ وړاندې د کندهارد  کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ کندهار کې د ۸۰ کوچنیو څارویو لپاره د طاعون ناروغۍ مخنیوي په موخه وقایوي کمپاین هم پیل شوې وه.


آغاز کمپاین وقایوی برای هزاران رأس مواشی در کندهار
۱۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
به مساعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی کمیته هالند، کمپاین وقایوی تداوی علیه بیماری لیونتوب (ریخک) و انگل‌ها برای ۱۲۸ هزار و ۳۵۰ رأس مواشی کوچک در ۱۰ ولسوالی این ولایت به‌گونه رسمی آغاز شد. این کمپاین در مدت دو هفته عملی خواهد شد.
در جریان این کمپاین، ۸۵ هزار و ۶۰۰ رأس مواشی کوچک در برابر انگل‌ها تداوی و ۴۲ هزار و ۷۵۰ رأس دیگر در برابر بیماری لیونتوب (ریخک) واکسین خواهند شد. این روند در ولسوالی‌های پنجوایی، میوند، ارغستان، سپین‌بولدک، خاکریز، ارغنداب، دامان، ډنډ، غورک و نیش توسط کلینیک‌های ثبت‌شده ساحوی، به ارزش ۲ افغانی برای هر حیوان تطبیق می‌گردد. هدف از این برنامه، جلوگیری از بیماری‌های داخلی و خارجی حیوانات و اتخاذ تدابیر وقایوی در برابر بیماری لیونتوب است.
هدف اصلی این کمپاین وقایوی، پیش‌گیری از بیماری‌های پروتوزوایی با فرارسیدن فصل زمستان، رشد و انکشاف سالم سکتور مالداری، جلوگیری از بروز بیماری‌ها و حمایت اقتصادی مالداران عنوان شده است.
در همین حال، مالداران از راه‌اندازی این کمپاین از سوی ریاست زراعت و کمیته هالند اظهار خرسندی کرده، می‌گویند که در زمان‌های حساس برای‌شان واکسین و داروهای وقایوی فراهم می‌گردد و آنان خواستار ادامه چنین برنامه‌ها در آینده نیز هستند.
قابل یادآوری است که یک هفته پیش از این، ریاست زراعت کندهار با همکاری مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، کمپاین وقایوی دیگری را به‌منظور جلوگیری از بیماری طاعون برای ۸۰ رأس مواشی کوچک در این ولایت آغاز کرده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS