کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
Wed, Oct 08 2025 10:01 AM
کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هېواد د ځنګلونو د ساتنې، د ونو د بې‌رویه پرېکولو د مخنیوي او د ځنګلونو د بیا رغونې په موخه د امارتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه د کرنې وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو د مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ او د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي مخدوم عبدالحق، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال مولوي زین‌الدین عابد، او د استخباراتو لوی ریاست او د مالیې وزارت د یو شمېر رییسانو په ګډون جوړه شوې وه.
ددې غونډې په ترڅ کې د اړوندو بنسټونو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو، د ځنګلونو د ساتنې، د ونو د بې‌رویه پرېکولو د مخنیوي، د ځنګلي سیمو د بیا رغونې او د ځنګل مېشتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د پراختیایي پروژو د پلي کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
همدارنګه، په غونډه کې د لرګیو د قاچاق د مخنیوي، د عامه پوهاوي د پروګرامونو د پراختیا او د قدرتي سرچینو د ساتنې په برخه کې د سیمه ییزو ټولنو د فعال رول پر اهمیت ټینګار وشو.
مولوي بازمحمد فیضان په خپلو خبرو کې وویل، چې ځنګلونه د هېواد له مهمو او حیاتي ملي شتمنیو څخه دي، او د هغوی ساتنه او بیا رغونه د ټولو ادارو او ولس ګډ مسؤلیت دی. نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې وزارت د ځنګلونو د بیا رغونې او د هېواد د شنو سیمو د زیاتوالي لپاره ځانګړي پروګرامونه تر لاس لاندې لري، او په دې برخه کې یې د ټولو دولتي او ولسي بنسټونو همکاري اړینه وبلله.
د غونډې ګډونوالو د خپلو نظرونو او راپورونو په وړاندې کولو سره، د وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د ځنګلونو د ساتنې او بیا رغونې لپاره د عملي اقداماتو پر نیولو ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS