افغانستان کې د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړیا پروژه پیل شوه

mail-admin
Sat, Oct 04 2025 9:20 AM
افغانستان کې د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړیا پروژه پیل شوه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه والي او د زغم وړتیا د پیاوړتیا پروژه د شپږ میلیونه پونډو په ارزښت د پکتیکا، کونړ، فاریاب، سمنگان، تخار او دایکنډي ولایتونو کې پیل شوه.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د دې پروژې له چارواکو سره په لیدنه کې وویل، چې ځانګړې شوې بودیجه باید په اغېزمن ډول ولګول شي، څو پایلې یې خلکو او کروندګرو ته ګټورې تمامې شي او فعالیتونه یې واقعي وي، نه نمایشي.
د پروژې د چارواکو په وینا، یاد پروګرام درې کلن دی او ټولیزه بودیجه یې ۲۲ میلیونه پونډه ده. د دې بودیجې لومړني شپږ میلیونه پونډه د لسو میاشتو په موده کې د افغان اېډ موسسې او د هغې د شریکانو لکه «سیف د چلډرن»، «کانسرن»، «ورلډ واید» او «ټي.ال.او» لخوا پلي کېږي.
په لومړي پړاو کې به شاوخوا ۷۶۰۰ تنه په مستقیم ډول د دې پروژې څخه برخمن شي او د هغوی لپاره به د کار زمینه برابره شي. د دې پړاو اساسي فعالیتونه د آبرېزو د مدیریت کمېټې جوړول، د کانټور پر بنسټ د ترینجونو کېندل، د ګبیوني او ډبريزو پلکونو جوړول، د مثمرو او غیرمثمرو نیالګیو کېنول، په آب رېزو کې د اوبو لګولو سیسټم جوړول او د نیالګیو منظم خړوبول دي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه وایي، چې د ملي او نړۍوالو موسسو په هڅولو سره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اغېزمنو فعالیتونو ترڅنګ د کار نورې ډېرې زمینې هم په هېواد کې برابرېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS