ننګرهار کې د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د رشقې تخم او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
Tue, Sep 23 2025 3:00 PM
ننګرهار کې د څه باندې ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د رشقې تخم او کرنیز وسایل ووېشل شول

۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه موسسې له لورې د ننګرهار په رودات، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې  ۱۲۰ تنو ته د یو میلیون او ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت د حیواني خوراکې تولید په موخه د رشقې تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې هرې کورنۍ ته د څارویو د علفي پیداکولو په پار ۱۶ کیلو ګرامه د رشقې تخم، ۱۰۰ کیلو ګرامه سپینه سره، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره او په وسایلو کې کراچۍ، بېلچه، پنجي، ښاخۍ، رمبی، لور، تسکوره، ساتول او چپه رمبی ورکړل شو.
ښاغلي محسن وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې به یادو کورنیو ته د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا او د بې وزلو مېرمنو اقتصادي پیاوړتیا په موخه خوسۍ ورکړل شي.
د ډاکار مؤسسې سیمه ییز مسؤل انجنیر جواد رفیقي وویل، چې د دوی دمسلکي کارکوونکو له لورې په هر ولسوالی کې یادو کسانو ته دڅارویو ساتنې، پالنې، ناروغیو مخنیوی، خوراکې موادو او نورو برخو کې روزنې ورکول هم دوام لري.


توزیع تخم رشقه و وسایل زراعتی به ارزش بیش از ۱.۴ میلیون افغانی در ننگرهار
۱ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به مساعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و همکاری مؤسسه خیریه «داکار»، برای ۱۲۰ تن در ولسوالی‌های رودات، هسکه‌مینه و کوټ این ولایت، تخم رشقه، کود کیمیاوی و وسایل زراعتی به ارزش یک میلیون و ۴۴۰ هزار افغانی توزیع گردید.
مولوی محمدولی محسن، رئیس زراعت ننگرهار گفت که برای هر خانواده به منظور تولید علوفه حیوانی ۱۶ کیلوگرام تخم رشقه، ۱۰۰ کیلوگرام کود سفید، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و وسایلی چون کراچی، بیلچه، پنجی، شاخه‌ای، رمبی، لور، تسکوره، ساتول و چپه‌رمبی توزیع شده است.
وی افزود که به‌زودی به این خانواده‌ها برای تقویت بخش مالداری و توانمندسازی اقتصادی زنان بی‌بضاعت، خوسه نیز توزیع خواهد شد.
انجینر جواد رفیقی، مسئول محلی مؤسسه داکار، گفت که کارمندان مسلکی این نهاد در هر ولسوالی برای مستفیدشوندگان در بخش‌های نگهداری و پرورش حیوانات، جلوگیری از بیماری‌ها، تغذیه و سایر موارد آموزش‌های لازم را ارائه می‌نمایند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS