لغمان کې د قوریو د بیارغونې او سرسبزۍ پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Sep 16 2025 12:23 PM
لغمان کې د قوریو د بیارغونې او سرسبزۍ پروژې چارې پیل شوې

۲۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د داخلي بودیجې په چوکاټ کې د لغمان ولایت د کرنې ریاست اړوند د قوریو د بیارغونې او سرسبزۍ پروژې عملي چارې د ۱۵۵ زره او ۲۴۱ افغانیو په لګښت رسماً پیل شوې.
د پروژې د پرانېستې مراسم د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د قدرتي سرچینو آمر مولوي ګل رسول زبیر او د ټاکل شوي ولایتي پلاوي په ګډون ترسره شول.
د لغمان د کرنې رییس په خپله وینا کې وویل، چې یاده پروژه د کرنې وزارت د داخلي بودیجې په مټ پلي کېږي او د هغې له لارې به شپږ تنه کاریګر د نږدې دوو میاشتو لپاره په کار بوخت شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پروژې په پایله کې به شاوخوا ۳۰ زره مثمر، غیر مثمر او زینتي نیالګي تولید شي، چې د سیمې د سرسبزۍ او کرنیزو چارو په وده کې مهم رول لوبوي.
مولوي عبدالستار محمد له کاریګرو وغوښتل، چې د پروژې چارې په پوره اخلاص، دقت او مسوولیت ترسره کړي، څو مطلوبې پایلې ترلاسه شي او د خلکو لپاره ګټورې تمامې شي.


آغاز کار پروژه بازسازی قوریه‌ها و سرسبزی در لغمان
۲۵ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری لغمان اعلام کرد که کار عملی پروژه بازسازی قوریه‌ها و سرسبزی مربوط این ریاست در چوکات بودجه داخلی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هزینه ۱۵۵ هزار و ۲۴۱ افغانی رسماً آغاز شد.
مراسم افتتاح این پروژه با حضور مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان، مولوی گل رسول زبیر آمر منابع طبیعی و هیئت تعیین‌شده ولایتی برگزار گردید.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت لغمان در سخنرانی خود گفت که این پروژه با بودجه داخلی وزارت زراعت تطبیق می‌گردد و در جریان آن، شش تن کارگر برای مدت نزدیک به دو ماه مصروف کار خواهند شد.
او افزود که در نتیجه این پروژه حدود ۳۰ هزار نهال مثمر، غیر مثمر و زینتی تولید خواهد شد که در سرسبزی منطقه و رشد فعالیت‌های زراعتی نقش مهمی خواهد داشت.
همچنین وی از کارگران خواست تا فعالیت‌های پروژه را با اخلاص، دقت و احساس مسئولیت به انجام رسانند تا نتایج مطلوب به دست آمده و برای مردم سودمند واقع شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS