د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو د کندز دکرنې ریاست سره د نویو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

mail-admin
Mon, Sep 15 2025 3:05 PM
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو د کندز دکرنې ریاست سره د نویو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» چارواکو په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست مولوي محمد عادل نصرت سره لیدنه ترسره کړه. په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنیزو پروژو د پلي کېدو او پراختیا په اړه نظرونه تبادله کړل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اوبولګولو د سیستمونو جوړول او پراخول، د پروژول پروژو تطبیقول، د لمر په واسطه وچوونکو ماشینونو وېشل، د معیاري سړو خونونو اعمار او د کرنې په برخه کې د نورو پراختیایي پروژو پر عملي کېدو خبرې اترې وشوې.
مولوي محمد عادل نصرت د«یو.ان.ډي.پي» له دفتر څخه د همکارۍ مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې پروژې باید پر وخت پلي شي او د ولسوالیو د بزګرانو اړتیاوو ته جدي پام وشي.
د «یو.ان.ډي.پي»  چارواکو ژمنه وکړه، چې د کندز د کرنې ریاست په همغږۍ به یادې پروژې په اغېزمنه توګه او د سیمه‌ییزو اړتیاوو پر بنسټ تطبیق کړي، څو د دې ولایت د کرنې سکتور د لا زیات پرمختګ زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS