د هلمند دکرنې رییس د ناوې او بولان سیمو دځمکوالو او بڼوالو ستونزې وارېدې

mail-admin
Thu, Sep 04 2025 11:14 AM
د هلمند دکرنې رییس د ناوې او بولان سیمو دځمکوالو او بڼوالو ستونزې وارېدې

۱۳ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د مرکز د ترویج عمومي مدیر قاري مسلم په ملتیا د ناوې ولسوالی او بولان سیمې ته ولاړ.
د سفر پر مهال، نوموړي د انارو او انګورو له بڼونو څخه نږدې لیدنه وکړه او له کروندګرو او بڼوالو سره یې له نږدې خبرې وکړې. بڼوالو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د کرنې ریاست له مشرتابه سره شریک کړل.
کروندګرو د اوبو د کموالي، د ناروغیو د خپرېدو، د نویو عصري تګلارو د اړتیا، د کرنیزو توکو او درملو د موندلو ستونزې، او د حاصل د بازار موندنې په برخه کې خپلې اندېښنې څرګندې کړې.
مولوي نیازمحمد وهاج د بڼوالو غوښتنې په دقت واورېدې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د کرنې ریاست به دتېر په څېر د دوی ترڅنګ ولاړ وي او د ټولو امکاناتو په چوکاټ کې به لازمه همکاري ورسره وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست د کرنیزو حاصلاتو په پراختیا او د بزګرانو د ستونزو په حل کې تل جدي هلې ځلې کوي. هغه ټینګار وکړ چې د انارو او انګورو بڼونه نه یوازې د سیمې بزګرانو لپاره د عاید مهمه منبع ده، بلکې د هېواد د صادراتو په برخه کې هم ځانګړی ځای لري، نو له همدې امله یې ساتنه او وده حیاتي ارزښت لري.
بڼوالو د کرنې ریاست د مشرتابه د راتګ او د دوی د ستونزو د اورېدو له امله مننه وکړه او له یاد ریاست یې غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي لپاره هم په ورته ډول له بزګرانو سره نږدې اړیکې وساتي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS