کندهار کې د جوارو چنجي د ژوند دوران ازمایښتي تشخیص ترسره شو

mail-admin
Thu, Sep 04 2025 9:42 AM
کندهار کې د جوارو چنجي د ژوند دوران ازمایښتي تشخیص ترسره شو

۱۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د مسلکي او فني کسانو له لوري د کرنې ریاست په لابراراتوار کې د جوار چنجي د ژوند دوران ازمایښتي تشخیص ترسره شو. مسؤلین وایي، چې دا لومړي ځل دی، چې په کندهار کې داسې ازمایښتي تشخیص ترسره کېږي. 
د بوټو ژغورنې مدیریت مسؤلین وایي؛ د دې ازمایښتي تشخیص په ترڅ کې د جوار چنجي د ژوند ټول دوران وڅیړل شو، پرمهال یې د پیدایښت، د ژوند موده، پر جوار نبات یي اغېزې او جوار نبات ته اړونکي زیانونه وڅېړل شول. د مسؤلینو په وینا یاد چنجي په جوار نبات کې د پاڼو، ساقو (تنو) او جوارو دانو څخه تغذیه کوي او د حاصلاتو د کمښت لامل کېږي.
د کندهار دکرنې ریاست د بوټو ژغورنې مدیریت د کندهار ښار او ولسوالیو بزګرانو څخه غوښتنه کوي، چې د نباتاتو د ښه تشخص او درملني لپاره کندهار کرنې ریاست اړوند بوټو ژغورنې مدیریت ته مراجعه وکړي، ترڅو دلته یې په پوره معیار او ښه ډول سره درملنه ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چې راتلونکي کې هم د نباتاتو د تشخیص او درملنې لپاره عملي ګامونه واخلي او په دې برخه کې خپل هڅې زیاتي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS