د ننګرهار سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ بې وزله کورنیو ته د هګیو چرګان ووېشل شو

mail-admin
Sat, Aug 30 2025 11:47 AM
د ننګرهار سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ بې وزله کورنیو ته د هګیو چرګان ووېشل شو

۸ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوي مشورتي او مرستندویه مؤسسې«ان.سي.آر.او» په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي لګښت د ننګرهار په سره رود ولسوالی کې ۵۰۰ تنو بې وزلو او تازه راستنو شوو مېرمنو ته چې د کورنۍ سرپرستي يي ور ترغاړی ده د هګیوچرګان ورکړل شو.
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې ددې پروسې په لړ کې هرې کورنۍ ته ۵۰ قطعې چرګان آبخورې او دانه خورې ورکړل شوي.
ښاغلي محسن د کوچنیو کاروبارونو پر ارزښت، د چرګانو صنعت پرمختګ او ساتلو په برحه کې ذکر شوو کورنیو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادې مؤسسې د کرنې برخې مسؤل روح الله درویش د چرګانو نیمه سوداګریزو فارمونو جوړولو موخه په کور دننه کاري فرصتونو برابرول، چرګانو سکتور پیاوړتیا او په ټوله کې د خوړو خوندیتوب رامنځته کول یاد کړل.
باید وویل شي، څو ورځې وړاندې پر یادو کورنیو د چرګانو ساتلو اړین توکې او خوراکې مواد  وېشل شوی و، ترڅو دچرګانو په پاللو او ساتلو کې ترې کار واخلي.


در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار برای ۵۰۰ خانواده بی‌بضاعت مرغ‌های تخم‌گذار توزیع شد
۸ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به مساعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار و با همکاری تخنیکی موسسه مشورتی و کمک‌رسان «ان.سی.آر.او» و تمویل مالی سازمان غذا و زراعت ملل متحد، برای ۵۰۰ زن بی‌بضاعت و تازه برگشته که سرپرستی خانواده‌های‌شان را بر عهده دارند، در ولسوالی سرخرود ولایت ننگرهار مرغ‌های تخم‌گذار توزیع گردید.
مولوی محمد ولی محسن رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار گفت که در چوکات این پروسه برای هر خانواده ۵۰ قطعه مرغ همراه با آبخوری و دان‌خوری داده شده است.
آقای محسن در مورد ارزش کسب‌وکارهای کوچک، رشد صنعت مرغداری و اهمیت حفظ آن، به خانواده‌های مذکور سپارش‌های لازم ارائه کرد.
روح‌الله درویش مسئول بخش زراعت موسسه متذکره هدف از ایجاد فارم‌های نیمه‌تجارتی مرغداری را فراهم‌آوری زمینه کار در داخل خانه، تقویت سکتور مرغداری و در مجموع تأمین مصونیت غذایی عنوان کرد.
قابل یادآوری است که چند روز قبل، لوازم لازم برای نگهداری مرغ‌ها و مواد خوراکی به این خانواده‌ها توزیع شده بود تا در پرورش و حفظ مرغ‌ها از آن استفاده کنند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS